کور / راپور / د غزني په پروني بريد کي ډېره مرګژوبله د ماشومانو په ګډون ملکي کسانو ته اوښتې ده

د غزني په پروني بريد کي ډېره مرګژوبله د ماشومانو په ګډون ملکي کسانو ته اوښتې ده

تېره ورځ په غزني کي طالبانو د ملي امنيت پر يوه ماموريت بريد وکړ چي په لسګونو کسانو ته ئې مرګژوبله واړول.

د ملي امنيت دا ماموريت چي  ښوونځي او ملکي ودانيو ته څېرمه پروت دی په دې بريد کي هم تر ډېره ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دغزني د  والي وياند محمد عارف نوري رسنيو ته په لېږلي ويډيويي پيغام کي ويلي: “د هېواد دښمنانو د غزني په شامير سيمه کي د ملي امنيت شپږمې حوزې ته څېرمه د ټونس موټر په مټ موټربم حمله وکړه جي په نتيجه کي يې ٢ امنيتي منسوبين وژل سوي او ٩ تنه ټپيان دي. ٤ ملکيان هم شهيدان سوي او ٧٨ تنه ټپيان سوي جي په سلو کي ٥٠ ټپيان د ښوونځيو زده‌کوونکي، نور يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکيان دي.”

خو د روغتيا وزارت وياند وحيد مايار په ټويټر کي ليکلي جي په پېښه کي ١٢ تنه وژل سوي او ١٧٩ تنه ټپيان دي جي اکثريت يې د ماشومانو په ګډون ملکيان دي.

د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو اخیستی.

ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، بریدګرو یې ننه اته بجې غزني ښار کي د ملي امنیت پر یوه مهم مرکز موټربم ځانمرګی برید کړی.

تېره اونۍ په کابل کي هم د يو موټر بم او د ځانمرګو بريدګرو په حمله کي ۶ تنه ووژل سول او د ماشومانو په ګډون تر ۵۰ زيات کسان ووژل سول.

د کابل په برید کي هم د ښوونځي ماشومان ژوبل سوي وه. او د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې وه.

دا بريدونه پر داسي مهال کيږي چي نن په قطر کي د طالبانو سره د بين الافغاني خبرو اترو لپاره له افغانستان څخه درې پنځوس کسان تللي دي.