کور / خبرتیا او پيغامونه / د سولي جايزه غوره ادبي او هنري آثارو ته

د سولي جايزه غوره ادبي او هنري آثارو ته

دافغاني مدني ټولني د بنسټونو شبكه د سولي د نړيوالي ورځي د نمانځني په وياړ غوره ادبي او هنري آثار سيالۍ ته وړاندي كوي او پياوړي او با صلاحيته ادبي او هنري پوهانو تر څار لاندي په د دغي سيالۍ پايلي جوتېږي او په لاندنيو برخو كي وتلو او غوره آثارو ته جايزي ډالۍ كېږي:


شعر او نثر كي ډېر وړ او غوره اثر
سندريز ښكلى آهنګ
د ادب او هنر ټولو مينه والو ته بلنه وركوو چي خپل آثار او آهنګونه په دغه سيالۍ كي د ګډون لپار د 2008 ميلادي كال سپتمبر تر لسمی نېټي پوري چي د  1387د سنبلی مياشتي شلمی نېټي سره سمون خوري په قلعه فتح الله خان كي د مدينه بازار تر څنګ د افغانستان ميديوتيك دفتر ټولنيز مركز ته وسپاري.


او ستاسی د لا اسانتیا لپاره


بدخشان، تخار، کندز و بغلان ولایتونه  د کندز ټولنیز مرکزو د سر دوره نوی ښارګوټیو د کندز ښار


د اړیکو سمیره: 0777205235


ننگرهار، کنر، نورستان او لغمان ولایتونه د ننگرهار ټولنیز مرکز د حاجی ظاهر کوڅه د جلال آباد ښار


د اړیکو شمیره تیلفون: 0700601081


خوست ء پکتیا ء پکتیکا ا و غزنی  ولایتونه  د خوست ټولنیز  مرکز د خوست ښار د جامع حومات تر څنګ  وسپاری.


و نورو ولایتونو لپاره پته په ياد ولری:


قلعه فتح الله خان مدينه بازار ترڅنګ د کابل ښار د افغانستان ميديوتيك دفتر، ټولنيز مركز، د كور نمبر ۱۲۳


ګرځند: 0700284497/ 0700203843


برېښناليك:cckabul@mediothek.org.af