قانون واکي که زورواکي؟ د میرولي لکڼوال ليکنه

د لراوبر اداره | اگست 5th, 2008



دا يو روڼ حقيقت ده چې ژوند پرته له قانونه ،نه يوازي دا چې بې خونده او بې رنګه وي،بلکې له ډول ډول ستونزو او کړاوونو سره هم  لاس او ګريوان وي،تاسو وګورئ کوم ځاى کې چې د قانون د حاکميت منګولي ښخي وي ،نو هلته له يوې خوا ټول انسانان د عدالت او مساوات د چتر لاندي ژوند کوي او له بلې خوا په داسي عمل لاس نه پوري کوي چې د ټولني عامه نظم له ګډوډۍ سره مخامخ کړي


حقيقت دادى چې قانون ته درناوى د هغوى د شخصيت په يوه برخه بدل شوى ،هغوى ته خپل ضمير او وجدان دا اجازه نه ورکوي چې له قانونه سرغړونه وکړي او ياهم په دې نام وپيژندل شي چې ګواکي قانون يې مات کړى ياني هلته په ټولنه باندي قانون واکمن وي،په ټولنه باندي د قانون واکمني د هر انسان په ګټه ده،هغه که په دولت کې دنده لري او ياهم عادي انسان ده،په دې دليل که چېرې قانون حاکم اووسي نو په خپله ورسره د يو دولتي مامور اتوريته هم لوړيږي او خلک دده شخصيت ته په يوې درنې سترګې ګوري،خو که چېرې په ټولنه باندي قانون واکمني ونه لري نوپه خپله لوى تاوان يې همدې دولتي مامور ته رسيږي ځکه چې خلک دده شخصيت ته درناوى نه لري.


تاسو وګورئ هغه مهال چې په ټولنه باندې قانون حاکم وو د يوعادي مامور شخصيت ته به خلکو په څومره درانه سترګه کتل،له هغې سره کوم  سپين او سره  نه وو،خو قانون ورته امتيازات ورکړي وو،او قانون دده شخصيت په خلکو باندې منلى وو،دا چې دا مهال د قانون د تطبيق ساحه ډېره محدوده ده نو همدا لامل دى چې هر انسان ځان له قانونه لوړ بولي او فکر کوي چې د هرې مسلې د حل لار يوازې او يوازې زور او پيسې دي،خو حقيقت داسې نه ده،د نړۍ په متمدنو او پرمختللو هيوادونو کې نه پيسې کار ورکوي او نه هم زور،هغه څوک زورور دى چې قانون يې نه وي مات کړى او يايې هم قانون پلوي وي،همدا لامل دى چې هلته انسانان د عدل او مساوات په ټغرو ناست دي او په خوشاله شيبو کې ژوند تيروي.


مګر هغه هيوادونه چې خپل سرۍ،لوږې ،غربت او ګډوډۍ پسې اخيستي دي،ګورو چې هلته په ټولنه باندې د قانون پرځاى زور حکومت کوي،هلته خلک د اداري فساد له ستونزې سره لاس او ګريوان دي او باالاخره قانون واکۍ خپل ځاى زورواکۍ ته پريښى،همدا لامل ده چې خلک له ډول ډول کړاوونو او ستونزو سره سوک اوګريوان دي،که قانون حاکم اووسي نو طبعي ده چې د زورواکونو او خودسرو انسانانو د واک کړۍ به محدوديږي،همدا علت دى چې زورواکان او خپل سري انسانان په ټولنه کې د قانون د واکمنۍ پروړاندې ستونزې او مشکلات پيدا کوي،هغوى نه شي کولى چې د قانون د واکمنۍ په موجوديت کې د نورو انسانانو حقوق او ګټې له خپل ستوني تېر کړي،دا چې مونږ يو داسې اساسي قانون لرو چې زمونږ ټول ديني،مذهبي او کلتوري ارزښتونه پکې خوندي دي ،نو لازم دادي چې دولت او اولس يې د پلي کيدلو په لار کې يو له بل سره مرسته او همکاري وکړي.


زه په کامل ډول باور لرم چې که په ټولنه باندې په ريښتيني ماناد قانون د واک منګولې ښخي شي،نو په ټولنه کې ټولې شته ستونزي په د هواري او حل کولو چانس پيدا کړي،دا چې دا مهال د قانون د پلي کيدو ساحه محدوده دا همدا لامل دى چې په ټولنه کې د جرايمو ګراف ورځې تر ورځې لوړيږي،له نړيوالې ټولنه مو هم هيله داده چې که په رښتيا هم زمونږ هيواد د شته ستونزې څخه د ايستو هيله لرى نو د قانون د پلي کيدو په برخه کې له دولت او ملت سره همکاري وکړى،زه وايم چې عدل،پرمختګ ،سوله او امنيت ټول په قانون پوري تړلي شيان دي که مونږ په هيواد کې وده ،امنيت،ښيرازي،عدالت او مساوات غواړو نو لازم دادي چې په هيواد کې د عدلي سيستم د اصلاح او دقانون دپلي کولو له پاره هڅې او مبارزې وکړو،ترڅو دا ځوريدلى ملت په دې باوري شي چې په دې هيواد کې زمونږ هر ډول حقوق خوندي او ساتلي دي که زمونږ عدلي سيستم اصلاح نه شي او قانون د پلي کيدو چانس پيدا نه کړي نو فکر نه کوم چې مونږ دې له موجوده ستونزې څخه په کالونو کالونو هم راووځو.                                                                                        

Copyright Larawbar 2007-2024