کور / علمي / زما ژوند جداوجهد/د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۶۹ برخه

زما ژوند جداوجهد/د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۶۹ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۶۹
کراچي کي د کانګرس ستره غونډه جوړېدونکې وه. زه له څلوېښتو خدايي خدمتګارانو سره په اورګاډي کي ور روان سوم. ډولونه او سرناوي هم راسره وې. پر هر تمځای چي به ودرېدو درب و درز به مو جوړ کړ اتڼونه به مو شروع کړل. په دې ډول مو خلک له خپل تحریکه خبرول. دا کار مو سره له دې کاوه چي د پرنګیانو په هیڅ وجه نه خوښېدی او د مخنیوي پرله پسې هڅي یې کولې. یوه سټېشن باندي یوه خدايي خدمتګار راته وویل چي یو سړی و ښځه ستا سره لیدل غواړي. ما ول رایې وله. هغوی چي راغلل راته ویې ویل چي موږ د بګت سینګ مور او پلار یو. بګت سینګ یې تازه پانسۍ کړی وو. هلکوانو یې په احترام ډول و سرنا بنده کړه. مګر د بګت سینګ پلار په زوره بېرته په چالانه کړل. ده ویل چي زما زوی پر وطن سر ورکړی دی. هغه مړ نه دی، ژوندی دی. موږ باید د هغه په قربانۍ خواشیني نه، بلکي خوشحاله سو او دوښمنانو ته هم باید خپله خوښي وښیو.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۷۰
د کانګرس د کراچي په ستره غونډه کي د ښځینه وو ساتنه د خدايي خدمتګارانو ځوانانو ته ورتر غاړي سوه. دغه دنده یې دومره زبردسته مخته یووړه چي ان پوځیان ورته حیران سول او سلامۍ یې ورته وکړې. د ورځي په پای کي د کراچي مېشتو پښتنو په استازیتوب د خلیق صاحب په مشرۍ یو څو مشران راته راغلل. دوی راته وویل چي زموږ مېلمانه یاست ډوډۍ ته به راسره ولاړ سئ. د همدې کار لپاره یې پیسې هم راټولي کړې وي. ما یې د دغي میني له امله مننه وکړه او ورته ومي ویل چي تاسي زموږ وروڼه یاست، موږ ستاسي خدمتګاران یو. تاسي ته په درتلو کي هیڅ عذر نه لرو او چي ستاسي خوښه وي هغه وخت درتللای سو، مګر ډوډۍ کول مي نه دي خوښ. پښتون دومره غریب دی چي پیسې یې باید پر ډوډۍ او مېلمستیاوو ونه لګول سي. هغوی راته وویل چي اوس موږ انداز سره اچولی او پیسې مو راغونډي کړي دي. ما ورته وویل چي بس د پخې ډوډۍ پر ځای اومه ډوډۍ راکړئ. په لا غوره توګه به یې استعمال کړو. دوی هم راسره ومنله.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان