کور / تازه خبرونه / له ۲۰۳ کسانو څخه د ګمارنې په موخه ازموینه واخستل سوه

له ۲۰۳ کسانو څخه د ګمارنې په موخه ازموینه واخستل سوه

نثار احمد څپاند

  1. نن د پوهنې ریاست له لوري ددې ریاست د یو شمېر دریم او څلورم تدریسي بستونو چې شمېر يې ۲۷ بسته وو ازموینه واخستل شوه چې ۲۰۳ کسانو پکښي ګډون کړی وو.
    په دې مناسبت مراسم چې د بادام ګل ماڼۍ کې جوړ سوي وو پکښي د زابل والي د پوهنې رئیس د ولایتي شورا رئیس او استازو د اداري اصلاحاتو امریت مسؤلینو او د ازموینې برخه والو ګډون کړی وو.

په پیل کې د پوهنې رئیس د ازموینې د شفافیت او روڼتیا په هکله ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ددې کسانو په ګمارنې سره د پوهنې برخه کې پرمختګ رامنځ ته شي.
زاهد ژمنه وکړه چې ددي بستونو سره سره به په نژدې راتلوونکي د پوهنې ریاست یو شمېر نور خالي بستونه هم اعلان ته و سپاري ترڅو له یوه لوري لوستو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر او په اداره کې به د اصلاحاتو د رامنځ ته کیدو سبب شي.
په ورته وخت د زابل والي محترم رحمت الله یارمل خوښي وښوده او زیاته يې کړه چې دوی به کوښښ وکړي ترڅو ازموینه په شفاف ډول واخیستل شي او حق حقدار ته و سپاري
یارمل وویل ولایتي اداره کوښښ کوی ترڅو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او ډیر ژر به د پوهنې ریاست نور خالي بستونه هم اعلان ته و سپاري
د زابل د ولایتي شورا رئیس د پوهنې ریاست ددې بستونو د ازموینې په هکله خوښي و ښوده او غوښتنه یې وکړه چې باید ټولي ملکي ادارې د پوهنې ریاست غوندي خپل خالي بستونه اعلان ته و سپاري ترڅو له یوې خوا ځوانانو ته کاري زمینه مساعده او له بله پلوه دولتي خدمات ښه شي