کور / علمي / “دین او هیواد ته متعهدو او وړ اشخاصو ته اړتیا”

“دین او هیواد ته متعهدو او وړ اشخاصو ته اړتیا”

چي د حق لپاره یو قدم اوچت سي
ثمره به یې دارینو کي رحمت سي.

ليکنه: مولوي وکیل احمد متوکل

زه چي کله د کندهار په میدان او بګرام کي د امریکایي نیواکګرو په دوه کلن زندان کي وم هلته مي کله، کله د علمي کارونو خیالات په ذهن کي شاربل چي الحمد لله له خلاصېدلو بعد متعال الله د څو تنو مخلصو او همفکر وروڼو په ملتیا د دغو ارمانونو د تحقق امکانات راته پېرزو کړل او دا توفیق یې داسي راکړی چي د افغان بنسټ له لاري مو افغان دارالعلوم، درې افغان ښوونځيان، افغان پوهنتون، افغان کتاب پلورنځی، افغان ږغ راډیو او افغان مؤسسه فعال کړل؛ طبعي ده چي هره مفکوره سنجولي پلاني کار ته اړتیا لري؛ نو هیله مو داده چي اوس هم د هیواد په ځینو محرومو برخو کي د اسانه، ارزانه، بېړني، ګټور او د عملي کېدلو وړ ښوونیز پروګرام د متعال الله په مرسته ایجاد کړو؛ خو ډېرو دین او هیواد ته متعهدو او وړ اشخاصو ته اړتیا سته چي په دغه ستر او تاریخي خدمت کي ارزښتناک سره کار وکړو او دا علمي مزل مو مشترک باقیات صالحات وګرځي ان شاء الله !

مولوي وکیل احمد متوکل.