کور / اقتصادي / مولوي وکيل احمد متوکل: د عائداتو شفاف سيسټم رامنځ ته کول او اخراجات راکمول زموږ اقتصادي وړتيا غښتلې کوي

مولوي وکيل احمد متوکل: د عائداتو شفاف سيسټم رامنځ ته کول او اخراجات راکمول زموږ اقتصادي وړتيا غښتلې کوي

که څه هم افغانستان د طبيعي سرچينو له مخي د نړۍ يو له بډايه هيوادونو څخه دی او په پراخه کچه بېلابېل معادن او سرچينې لري.

خو له بده مرغه ددې منابعو څخه تراوسه کومه ګټه نه ده اخيستل سوې.

د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير مولوي وکيل احمد متوکل وايي، د افغانستان د اقتصادي ګټي نه اخيستلو ستر لاملونه روانه جګړه ده، په کور دننه کي د زورواکو خپلسري مداخلې او د حکومت لخوا د يو منظم پلان نه شتون هغه لاملونه دي هيواد د اقتصاد په برخه کي نه له خپلو منابعو ګټه اخيستې ده او نه هم د ماليو او عائداتو له مخي پکي د پام وړ پرمختګ راغلی دی.

افغانستان اوس په اقتصادي ډګر کي پر خپلو پښو نه دی ولاړ او په دې برخه کي لا ډېرو کارونو ته اړتيا لري.

 د ښاغلي متوکل په خبره، هيواد هغه وخت د اقتصادي خود کفا کېدای سي چي دولت د عائداتو او ماليو په برخه کي يو منظم پلان ولري.

ښاغلی متوکل وايي: “فغاني اخراجات تر ممکنه حده را کمول او د عایداتو شفاف را غونډول زموږ اقتصادي توانایي تر ډېره بریده غښتلې کولای سي، د زور واکانو لاس له دولتي عایداتو څخه لنډول غواړي؛ د زړې بېروکراسۍ پر ځای کمپیوټري سیستم جوړول غواړي؛ همدا راز د زکات مؤثره اداره هم ایجادول غواړي.”

د افغانستان د ګمرکي عائداتو، ماليو او نورو اخراجاتو په هکله تراوسه کوم شفاف سيسټم نسته.

څه موده وړاندي د موبائل کريډيټ له لاري د دولت خزانې ته د لس سلني ټکس په هکله هم داسي ګنګوسې راپورته سوې چي ګڼي دا ټکس د يو وزير په ګډون د ځينو خاصو کسانو شخصي جېبونو ته تللي دي.