کور / راپور / افغانستان الف لوبډلې په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش مات کړ

افغانستان الف لوبډلې په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش مات کړ

د بنګله دېش په کهولنا ښار کې د افغانستان الف او د کوربه هېواد الف لوبډلو ترمنځ د پيل شوې لوبلړۍ په لومړۍ فرسټ کلاس څلو ورځنۍ لوبه کې افغانستان د ۷ ويکټو په توپیر لوبه وګټله.

د لوبې په پیلېدو سره افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه یې غوره کړه بنګله دیش الف لوبډلې پخپله لومړنۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۵۳ منډې جوړې وکړې چې له ډلې یې انعام الحق ۱۲۱ ناسوځيدلې منډې وکړې.

د افغان توپ اچوونکو له لوري قیس احمد او یمين احمدزي درې ـ درې، نوین الحق ۲ او شرف الدين اشرف یوه ویکټ ترلاسه کړه او یو لوبغاړی په منډه وسوځېده.

افغان لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ په توپوهنه کې ۲۵۷ منډې جوړې کړې چې تر سيالې لوبډلې یې څلور منډې زياتې وې. د توپوهنې په برخه کې قیس احمد ۴۶ ناسوځيدلې، افسر ځاځي ۴۵، عثمان غني ۳۹، ابراهیم ځدراڼ ۳۷ او شرف الدين اشرف ۳۱ زیاتې منډې ترلاسه کړې.

بنګله دېش الف لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې چې د افغانستان لپاره قیس احمد پکې ۷ ويکټې ترلاسه کړې. دغه راز یمین، نوین او شرف یوه ـ یوه ويکټ واخیسته.

که څه هم په دویمه پاڼۍ کې عثمان غني په دوه منډو وسوځيده، خو ابراهیم ځدراڼ په ۷۶ منډو او لوبډلمشر ناصر جمال په ۵۹ منډو ناسوځيدلي پاتې شول او د ۷ ويکټو په توپیر یې په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې یې بنګله دیش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دویمه پاڼۍ کې بهیر شاه محبوب په ۲۰ منډو او شاهد الله کمال په ۱۵ منډو وسوځيدل.

قیس احمد چې په دواړو پاڼيو کې یې لس ويکټې واخیستې او په لومړي پاڼۍ کې په توپوهنه کې ۴۶ ناسوځيدلې منډې هم جوړې کړې وې؛ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې ده چې له یادې لوبډلې سره به افغان الف لوبډله یوه بله څلور ورځنۍ او پنځه یو ورځنۍ (لیست اې) لوبې هم ترسره کوي.