کور / هراړخیز / په نړۍ کې غوره رئیسان دا 10 کارونه کوي

په نړۍ کې غوره رئیسان دا 10 کارونه کوي

ليکنه: سمون بابر

یو شرکت تل کوښښ کوي چې غوره کسان استخدام، مرکه او په دنده وګماري. مګر که که چیرې مالک یا رئیس تریخ یا پڅ ژبې وي نو هر شخص دغه فرصت د لاسه ورکوي. په مقابل کې، که تاسو ښه مدیران او ټیمونه ولرئ، نه یوازې تاسو به د خپلو خلکو څخه غوره ګټه واخلئ، مګر دوی به هم د شاوخوا ډیرې مودې دپاره پاتې شي.

Google د 10 څخه زیات کلونو لپاره، د اکسیجن په نامه څیړنې ترسره کړه؛ موخه یې څه وه؟ تر څو معلوم کړي چې کوم څیزونه د ښه رئیس یا مدیر ځانګړتیاوې تشکیلوي. او دوې خپلو رئیسانو او مدیرانو ته هغه ځانګړنې وروزي؛ پدې ملاحظه نن ګوګل د ښه کاري چاپیریال بیلګه نړۍ ته ګرځیدلې ده.

په زړه پورې ده، تخنیکي مهارتونه پدې څیړنه کې د کم پام وړ ارزښت لرئ چې تاسو یې حتی فکر کوئ. د مدیرانو لپاره ډیر مهم څه وو باید احساساتي /استخباراتي مهارتونه وو Emotional Intelligence Skills  یعنې څنګه خپل او نورو احساسات کنټرول کړي.

هغه 10 ځانګړنې په ښکته توګه دي:

  1. رئیس یا مالک ښه روزنکې وي

نسبت هرې ستونزې ژر حل کولو پرځای،غوره مالکین/مدیران، دغه حالت د تدریس موقع په توګه ترې ګټه اخلي او خپل ټیمونه ته د حل لارې چاری ښایي ترڅو هغوې ته خپله تجربه او مهارت انتقال او پرې وروزي چې څنګه ستونزه حل کړي.

  1. ټیم تقویه کوي او نقطه نچیني نکوي

هیڅ کارمند نه دی ویلي: “زه خوښ یم چې نقطه نچین یا مایکروانیزم شم”.

غوره مالکین/مدیران خپل کاري ډلې دپاره تل خپلواکي ورکوي چې خپل نظریات، نوښتونه، خطر اخیستلو هنر او اشتباهات وکړي. ورته ټول کاري فزیکي امکانات برابروي ان تر دی چې کاري وختونو کې ورسره نرمښت ښایي تر څو دوې یو ورځ ښه مالک/مدیر په توګه ټولنې ته څرګند شي.

  1. ذهني آرام چاپیریال

د ګوګل بلې څیړنې په اساس وایي: ذهني ارام چاپیریال د کاري ډلې پایلې لا لوړوي. ځکه دوې په ارامو مغزو نوښتونو دپاره کار کوي، ویره نه وي چې نوې نظرې په صورت کې څوک به مو تمسخر یا ورټي. یا په بل عبارت ټیم کوښښ کوي چې باور ته وده ورکړي، غوره مدیران کوښښ کوي چې هغه باور لا پوخ او جوړ کړي.

  1. غوره رئیس ګټور او پایله لرونکې وي

غوره مدیران/رئیسان لکه ځان ستورو په څیر بولي ولي خپل ټیم غړو څخه هم ستوري جوړوي. خپلې تجربې د ښو بیلګو په توګه وړاندې کوي او اړتیا وخت خپل لستوڼي د کار دپاره رابډوهي او خپل ټیم وهڅوي او کار ورسره کوي.

  1. ښه مرکچي، اوریدونکې او معلومات شریکونکې وي

غوره مدیران/رئیسان ښه اوریدونکي دي. دا کار هغوی سره مرسته کوي تر څو خپل ټیمونه په ښه توګه وپیژني او خواخوږۍ ورسره څرګنده کړي. برسیره پردې، ښه مدیران پوهیږي چې پوهه ځواک دی. له همدې کبله دوی شفاف دي او غواړي چې د خپلو ټیمونو سره معلومات شریک کړي، “ولې”  او ددې “شاته” څه دي.

  1. د مسلک پرمختګ ملاتړ او فعالیت په اړه بحث کوي

لوی مدیران د خپلو خوږو کلیماتو باندې خپل ټیم ستایي او هڅوي. مګر دوی مهمو نظریاتو او فیصلو شریکولو لپاره ډارېږي، هم – مګر په خورا تاکتیکي ډول یې در پوهوي.

دوی ټیم سره د هغوې شخصي مسلکي موخو ته رسیدو برخه کې مرسته پانګه اچونه کوي . د دې کار کولو سره، دوې طبیعي توګه خپل ټیمونه بیرته راوړي.

  1. ټیم لپاره روښانه لید / ستراتیژي لري

لوی مدیران په ریښتیا پوهیږي چې دا ټیم اوس مهال چیرته دی، او هغه چیرته/څه چې ورته اړتیا لري چې هلته باید ورسیږي. د ښو خبرو اترو له لارې کولې شو چی ټیم ته ستراتیژی او خپل انفرادي رول ارزښت ور په ګوته ترڅو ستراتیژی ترسره او تعقیب کړي.

  1. تخنیکي مهارت باید ولري ترڅو ښه مشوره ورکړي

 لوی مدیران د خپل ټیم دندې او ورځنیو کارونو او ننګونو باندې پوهیږي او ښه مشوره ورکولې شي؛ حتی که چیرې نوې ځای ته لاړ هم شي تر هغې پورې چې معلومات حاصل نه کړي چاته مشوره نه ورکوي.

  1. په اغیزمنه توګه مرسته کول

ناکاره مدیران خپل ټیم سره د میرې مور چال او چلند کوي او حتی نورو ټیمونو کسان سبوتاژ کوي. برعکس، لوی مدیران پراخه لید  د شرکت دپاره لري او تل ځان غوندې فکر نورو کسانو دپاره کوي او خپل ټیم هڅوي.

  1. قوي پریکړه کوونکي وي

لوی مدیران ټینګار کوونکې نوي بلکې پریکړه کوي. حتی وروسته له واقعیت پیژندلو او ټیم نظرونو په پام کې نیولو سره، دوې خپله پریکړه کوي او ټیم دیته هڅوي چې ترسره یې کړي.