کور / راپور / طالبان: د اسلام په چوکاټ کي د ښځو حقوقو او د بيان ازادۍ ته ژمن يو

طالبان: د اسلام په چوکاټ کي د ښځو حقوقو او د بيان ازادۍ ته ژمن يو

په قطر کي د طالبانو ویاند سهيل شاهين وايي، چي دوی د اسلام په چوکاټ کي د ښځو حقوقو او د بيان ازادۍ ته ژمن دی.

نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ په قطر کي د افغان خبريالانو سره په ګډه خبري ناسته کي وکړې.

نوموړي وويل، چي رسنۍ د ټولني د ملا تير دی، دوی د ټولني ستونزو ته انعکاس ورکوي او د حل لاري ورته لټوي.

ښاغلي شاهین د افغان خبريالانو ددې پوښتني په ځواب کي چي ولي ئې افغان رسنيو ته ګواښونه کړي دي، وويل:

رسنۍ بايد يو اړخيزه خپروني او راپورونه خپاره نه کړي.

دوې ورځي وړاندي طالبانو افغان رسنيو ته ګواښ وکړ چي ددوی پر ضد دي اعلانونه نه خپروي، کنې د دښمن په سترګه به ورته وکتل سي.