کور / #PTM / د پنجاب اجينټ اسحاق ګيلاني: منظور پښتون د بلې ګواښوونکي جګړې لوبغاړی دی

د پنجاب اجينټ اسحاق ګيلاني: منظور پښتون د بلې ګواښوونکي جګړې لوبغاړی دی

پیر اسحاق ګېلاني چي پکتیکا ته تللی و، هلته یې په ټینګار سره ویلي چي د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاری منظور پښتون د بلې جګړې مهم لوبغاړی دی.

نوموړي د پښتون په سره خولۍ هم نیوکه کړې چي ګواکي د هندوانو ده او باید نوره په سر نه سي.

خو منظور پښتين تېر کال ويلي وه، چي دده پر سر خولۍ ئې د يو سپين ږري پښتون ده ته ډالۍ کړه او همدا د ملنګۍ خولۍ ئې د هغه په غوښتنه پر سر کړې ده.

د پنجاب استخباراتي اجينټ اسحاق ګيلاني د پکتیکا له اوسېدونکو غوښتي، هغه کسان چي د منظور پښتون سره خولۍ په سر کوي، باید پښې يې ماتې سي.

اسحاق ګېلاني ویلي، د پکتیکا خلک باید عبدالله عبدالله ته رایه ورکړي

اسحاق ګېلاني په افغانستان کي د پاکستان د يو اجينټ په نامه پېژندل کيږي او څه موده وړاندي ملي امنيت ځواکونو هغه محاصره کړی هم وو.