کور / #PTM / د پکتيکا اولس: اسحاق ګيلاني د انګرېز او پنجاب په اشاره د پښتنو سپکاوی کوي

د پکتيکا اولس: اسحاق ګيلاني د انګرېز او پنجاب په اشاره د پښتنو سپکاوی کوي

د اسحاق ګيلاني څرګندونو د پکتيکا اولس په غوسه کړی دی

تېره ورځ اسحاق ګيلاني پکتيکا ته د خپل سفر په ترڅ کي ويلي، چي منظور پښتين نوې جګړه پيلوي.

نوموړي د منظور پښتين پر سره خولۍ هم نيوکي کړي دی او ويلي ئې دي چي دا د هندوانو خولۍ ده بايد پر سر نه سي.

هغه دا هم ويلي، هغه کسان  چي د منظور پښتين سره خولۍ ئې پر سر وي بايد پښې ئې ور ماتي سي.

خو د پکتيکا اولسي وګړو د اسحاق ګېلاني دا څرګندوني په کلکه غندلي دي او ويلي ئې دي چي ګيلاني دي له ټولو پښتنو بخښنه وغواړي، ځکه هغه د پښتنو يو سمبول ته سپکاوی کړی دی.

د پکتيکا يو قومي مشر محبوب شاه وايي، چي ګيلاني په پښتني کلتور سره اشنا نه دی او د هغه څرګندوني د کرکي ډکي دي.

نوموړی وايي، چي د پکتيکا اولس پير اسحاق ګيلاني ته د يو افغان په صفت نه بلکي د انګرېز او پنجاب د يو اجينټ په صفت ګوري او هيڅکله د پکتيکا د اولس استازيتوب نه سي کولای.

منظور پښتين چي په سيمه کي د پښتنو حقوقو د لاسته راوړلو لپاره راپورته سوی دی، په ټولو پښتنو کي زيات محبوبيت لري او نوموړی  ته د عدم تشدد د يو سرلاري په توګه کتل کېږي.

د پښتون ژغورني غورځنګ چي د منظور پښتين په مشرۍ رامنځ ته سوی په خپلو سيمو کی د پنجابي ترهګر پوځ لخوا د روانو ظلمونو د ختمولو غوښتنه کوي او د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو لپاره سوله ايزه او د عدم تشدد مبارزه کوي.

پاکستانی رياست د پښتون ژغورني غورځنګ له فعاليتونو څخه ډارېږي او نه غواړي چي پښتانه دي د ارام او هوسا ژوند څخه برخمن سي، نو په همدې اساس د پي ټي ايم پر وړاندي له تشدد څخه کار اخلي او په نورو سيمو کي د خپلو استخباراتي ايجنټانو په مټ د پي ټي ايم پر ضد تبليغات کوي.