کور / #PTM / د علي وزير او محسن داوړ محکمه بيا وځنډول سوۂ

د علي وزير او محسن داوړ محکمه بيا وځنډول سوۂ

د وزيرستان استازو علي وزير او محسن داوړ محکمه نن يوار بيا د نامعلومه دلايلو پر بنسټ وځنډول سوه.

تېر وار هم ددوی محکمه د قاضي د رخصتۍ يا غيرحاضرۍ له امله ځنډول سوې وه اوو داځل ټاکل سوې وه جي نن به د بنو په محکمه کي قاضي له دوی پوښتني کرويږني کوي خو دا محکمه د لسو ورځو د پاره بيا وځنډول سوه.

د پي ټي ايم يو ملاتړی کوچی ليونی وايي چي دولت او محکمه ددوی پر وړاندي هيڅ ډول ثبوت او سند نلري نو ځکه دوی محکمې ته نه وړاندي کوي او بيا بيا يې ځنډوي.

محسن داوړ او علي وزير دداسي تور له امله زنداني کړلسول جي په دوی پوري اړه نلري بلکي دوی او تر ۷۰ زيات د پي ټي ايم غړي او د خړ قمر اوسيدونکي يې قرباني سول.

د يادوني وړ ده چي ملګرو ملتونو د بشر حقونو ادارې هم د پاکستان دولت لخوا د پښتون ژغورني غورځنګ پر ضد د پوځ او واکمنو تشدد غندلی وو.