کور / سياسي / سوله راځي خو څنګه؟

سوله راځي خو څنګه؟

ليکوال: ح، حقوېش

سوله راتلونكې ده، بايد هر څه ته زغم او لوړه حوصله ولرو، ځكه زموږ له دړده او راروانې خوشحالۍ څخه نور هېوادونه خپلي ګټي اخلي نو ځكه غواړي چي د افغانانو په سوله کي امتيازات واخلي، او دلته يې تر اوږدې مودې خپلو ګټو ته سترګې پټې کړې دي، د ګاونډيانو تر څنګ لومړى امريكا چي ځان د افغانانو غمخوار ښيي او دا مهال په افغانستان کي حضور لري غواړي خپلي ګټي تر اوږدې مودې پوري تر لاسه کړي، او د دوى په نشتون کي همدلته پراخ فعاليت ولري. که وګورو کله چي انګليسان له هغو سيمو ټولېدل په کومو سيمو چي دوى څه موده واکمني کړې وه هلته دوى داسي حکومتونه جوړ کړل چي تر ډيره وخته د دوى د ګټو او د دوى په خوښه مخته تلل. نو اوس امريكا په افغانستان کي هم هغه پاليسي په فکر کي لري چي دلته يو داسي چاپلوسه حکومت رامنځته کړي چي د دوى په نشتون کي د دوى ګټي خوندي کړي. دا کار دوى د مذهب په نوم تر سره کوي لکه لومړى چي يې د مجاهدينو په نوم دلته پښه کېښودله او له طالبانو سره په ماشه شول، اوس دوى هغه امتيازات چي د دوى ګټي تر اوږدې مودې پوري خوندي کړي هغه کار دوى بيا د مذهب په نوم ترسره کوي ځکه د افغانستان خلک د اسلامي مذهب تابعداره او ښکاره ده چي څلور لسيزي يې د دې مذهب لپاره په افغانستان کي د پردويو په لمسون ډول ډول جنګونه تر سره کړل چي زيات شمېر افغانان پکښې له منځه ولاړل.
امريکا غواړي په افغانستان کي نوري ګټي د مذهب په نوم په يوه سوليز چاپيريال کي تر لاسه کړي، نو دې ګټو ته يوازي طالبان دوى رسولى شي کله چي طالبان د خليلزاد په غوښتنه سوله وکړي، او امريكا د افغانستان په دولت کي دوى ته يو ښه موقف ورکړي، نو ددې موقف لپاره طالبان هم اړ دي چي د امريكا سره ډير څه په پټه ومني. هم دا لامل دى چي په دې وروستيو کي د سولې د خبرو تر څنګ طالبانو جګړې زياتي کړې دي او د دولت په وړاندي ځان لوى خنډ شي، او د امريكا تر څنګ نړيوال هم په افغانانو فيشار وروړي چي طالبان ځواکمن شوي دولتي ځواکونو او ملکي کسانو ته زيات تلپات رسوي، افغان دولت دې ته اړ باسي چي د امريكا په غوښتنه طالبانو ته ډيره ونډه ورکړل شي. که همداسي په لومړيو کي طالبانو ته ډيره ونډه ورکړل شوه، نو ښکار ده چي په دې ونډه کي به امريکا او ګاونډي هېوادونه خپل امتيازات په ډير وياړ سره تر لاسه کړي. که طالبان د ډيري ونډي په ځاى د افغانانو دړد او ستړي ژوند ته وګوري او د حکمتيار په څېر سولې ته غاړه کښېږدي نو ممكن د اولس تر څنګ دوى هم ښه خوشحال ژوند او يو ښه سياسي موقف ولري.
امريكايان د افغانانو له غمه نه دي مړه چي بې ګناه افغانان وژل کيږي، او دوى يې د مخنيوي په خاطر ورته راغلي هغوى د ګټو لپاره دلته پښې ټينګي ږدي، هغوى چي د مجاهدينو ملتيا کوله هم خپلي ګټي يې په پام کي وې. د مجاهدينو په خپل منځيو شخړو کي يې هم خپلي ګټي په پام کي وي، افغانستان ته د راتګ په وخت کي يې هم، په افغانستان كي د جنګ کولو په وخت كي يې هم او اوس د سولې په کولو کي هم دوى خپلي ګټي په پام کي لري. امريكايانو که حقيقت سوله غوښتله نو په لومړيو کي به يې ټولي جګړني کړئ سره کښېنولې واى خو دا کار دوى ونکړ ځکه چي د دوى ګټې پکښې له منځه تلې، اوس چي د دوى په راتګ سره د پيل شوي جنګ له يونيمي لسيزي ډير وخت کيږي او په لسګونه زره افغانان پکښې له منځه ولاړل، د هېواد ډيره برخه چي بايد رغول شوى واى هغه ډالر امريكايانو بېرته له ځانه سره يوړل. هغه پروژې چي په نيمه بيه بشپړېدلې په هغو پروژو دوى دوه چنده لګښت وکړ او کار به يې هم ټوله بې کفايته وو.
نو په داسي مهم پړاو کي بايد له لوړو حوصلو کار واخلو جذبات په کنټرول کي ولرو، هر څه وڅارو چي د پړدې تر شا څه روان دي، مخته څه کيږي، راتلونکي نسل ته څه پرېږدو. که له فکره کار واخلو ممکن د لېږ ځنډ او شته ناخوالو وروسته يو ښه راتلونکى ولرو، که په بېړه کار تر سره شي نو بيا دا هم شونې ده چي وروسته ژوره او زورېدله پېښماني لري.