کور / راپور / هند: له کله نه چي مو پر پاکستان هوايي بريدونه کړي، په کشمير کي امنيتي حالت ښه سوی دی

هند: له کله نه چي مو پر پاکستان هوايي بريدونه کړي، په کشمير کي امنيتي حالت ښه سوی دی

د هند د کورنيو چارو وزارت وايي، چي د پاکستان پر خاوره د هند د بريد وروسته په کشمير کي امنيتي حالات ښه سوي دي  او هند ته د ترهګرو په اوښتلو کي د پام وړ کمی راغلی دی.

دا څرګندوني تېره ورځ د هند د کورنيو چارو وزير نیتیانند رای  پارلمان ته په خپله وينا کي وکړې.

ښاغلي رای وويل، له کله چي مو  د پاکستان په بالاکوټ سيمه کي د ترهګرو ځالي په نښه کړي دي په کشمير کي د تاوترخوالي په پېښو کي د پام وړ کموالی راغلی دی او پولي دې غاړي هندي کشمير ته د پاکستاني ترهګرو په را اوښتلو کي د پام وړ کموالی راغلی دی.

نوموړي وويل، د هندي پوځ په ټکنالوجي سمبالول، د استخباراتي مالوماتو قوي کول، پر سرحدي کرښه د پوځيانو ځای پرځای کول  او په سيمه کي د عبوري خنډونو جوړول هغه څه دي چي د امنيت په ښه والي کي ئې مرسته کړې ده.

د روان کال په لومړيو کي په کشمير کي د پاکستانۍ ترهګري ډلي جيش محمد لخوا يو بريد وسو چي شاوخوا ۴۰ هندي نيمه سرتېري ئې ووژل. په غبرګون کي ئې هندي الوتکو د پاکستان په خاوره کي د يادي ډلي روزنځايونه بمبار کړل او په لسګونو ترهګر ئې ووژل.

پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرو مالي او ځاني ملاتړی دی، چي په افغانستان او هند کي ئې د جګړې لپاره چمتو کوي.