کور / #PTM / کارپوهان: رياست د علي وزير او محسن داوړ محکمه ځکه ځنډوي چې د خړ کمر پېښه کمرنګه کړي

کارپوهان: رياست د علي وزير او محسن داوړ محکمه ځکه ځنډوي چې د خړ کمر پېښه کمرنګه کړي

د پاکستاني رياست محکمو د پښتون ژغورني غورځنګ د مخکښانو علي وزير او محسن داوړ پيشي د جولای اتلسمي ورځي ته ځنډولې ده.

د رياست لخوا د دوی محکمه ځکه ځنډول سوې چي د خړ کمر پېښه دخلګو له ذهنونو ووځي او دا پېښه غير عادي وښودل سي.

علي وزیر د مي مياشتي پر ۲۶ او محسن داوړ له هغه څو ورځي وروسته د ترهګر پوځ لخوا په دې تور نيول سوي دي چي د پي ټي ايم په ملاتړ لاريونونه کوي او د پښتنو د غوښتنو اواز اوچتوي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه ترهګر پنجابي پوځ د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې چي ۱۶ تنه ئې شهيدان  او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل.

په دغه کاروان کي علي وزير او محسن داوړ دواړه شامل وه، چي علي وزير په هماغه ورځ د پوځ له خوا ونيول سو او د سخت تشدد وروسته زندان ته ولېږدول سو او ورپسې په جنوبي وزيرستان کي څو ورځي وروسته د پوځ په اشاره محسن داوړ هم ونيول سو.

ترهګر رياست تور لګوي چي علي وزیر او محسن د ترهګرو سره مرسته کوي او په همدې تور ئې په زندان کي اچولي دي.

علي وزير د جون مياشتي پر ۲۵ نېټه عدالت ته وړاندي کړل سو چي د جج د نه شتون له امله ئې محکمه د جولای نهمي ته وځنډول سوه او پرون بيا د هغه پېشي د جولای ۱۸ نېټې ته ځنډېدلې ده.