کور / تازه خبرونه / د افغانستان لومړۍ سپورتي ډله بيجينګ ته ورسېده

د افغانستان لومړۍ سپورتي ډله بيجينګ ته ورسېده

د بيجينګ په المپيک  لوبو کې د افغانستان د ګډونکونکې  لوبډلې لومړۍ ډله  د سه شنبې ورځې سهار وختي بيجينګ ته ورسېده ،په لومړۍ ډله کې دوه تنه افغان لوبغاړي له خپلو روزنکو سره يو ځای د بيجينګ د المپيک سپورتي کلي ته ننوتلي دي ، او ټاکل شوې چې وروستۍ ډله هم ډېر ژر د سياليو ترسره کولو لپاره د چين پلازمينې بيجينګ ته راورسيږي .

د المپيک په نه ويشتمې دورې سياليو کې څلور تنه افغانان ګډون کوي چې دوه يې د تکواندو او دوه نور يې د اتلاتيک په برخه کې سيالۍ ته راوځي .

ټاکل شوې چې د افغانستان د المپيک کميټې پلاوی به د اګست په نهمه نيټه د المپيک په کلي د خپل هېواد د ملي بیرغ د ليږدولو مراسم هم تر سره کړي . د المپيک لوبو په بهير کې به دافغانستان  بيرغ  د نورو هېوادونوله بیرغونو څخه مخکې او   لومړی وليږدول شي .