کور / شعر / دمرګ سیوری

دمرګ سیوری

چې محفل ته دې دحسن منتر راوړ
هر یوه زړه ته دې شرردنظرراوړ
 
اسویلی دیاردخولې مې پر مخ لګي  
که نسیم دګل له شونډو سحر راوړ
 
په دنیا غواړي حساب راځني خدایه 
ستا په نوم يې په مونږ دلته محشر راوړ
 
نور مې پریږدئ دمرګ سیوري ته دمه شم  
پنډ دژوندداندیښنو مې په سر راوړ
 
په چړپا يې منګی تش شو رپیدله
خو منګی دزړه يې ډک له ګودر راوړ
 
ماشوم زړه دې رینګه پریښوده (حسنه)
دا بیا چاورته دشونډو شکرراوړ