کور / تازه خبرونه / لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

پېښور(هېواد خبر):دټانګ په سيمه جنډوله كښې نابلده كسانو دامن  كميټۍ دمشر تركستان موټر په بم والوزاوه خوچاته پكښې مرګ ژوبله  نده اوښتې دراپو ر ترمخه  دټانك  سيمه جنډو له  ته نږدې كرارئى كښې دامن كميټۍ دمشر تركستان پر موټر دناپيژاندو وسلوالو لخوا بمى بريد وشو خو نوموړى پدغه بريد كښې روغ ووت دپيښې سمد ستي وروسته امنيتي ځواكونو ټو له سيمه كلابنده كړه اوټانك واڼه سړك يي دهرډول ټرافيك پرمخ وتړلى بلخواته دشمالي وزيرستان كښې ديوه ډاكټر دكور سره ځاى په ځاى شوي  چاوديدونكي مواد چولى دى او له امله يې دكور خونوته لږ زيان اوښتۍ دى.



  پېښور(هېواد خبر):په كرمه ايجنسۍ كښې وسلوالو كسانو دوه تنه ووژل دخبر تر مخه  دلويركرم ايجنسۍ په سيمه بل يامين كښې ناپيژاندو وسلوالو دطورى قبايلو دوه تنه په ډزو ووژل او دوه تنه  ژوبل شول دپيښې وروسته طوري قبايلو او وسلوالو ترمنځ سخته نښته وشوه ويل كښې په سيمه كښې يو ځل بيا تاوتريخوالۍ رامنځته شويدى ديادونې وړ ده دكرمې ايجنسۍ دنښتو له امله لوي لارې  تړل شوې دي او ځايي اوسيدونكي په سختو شرايطو كښې ژوند تيروي.



پېښور(هېواد خبر):په سوات كښې دطالبانو پرضد روانوعملياتو اوومه ورځ هم دوام وكړ طالبانو په مينګوره ، مټه او چارباغ كښې دانجونو درې ښوونځيو ته اور ورته كړ په بونير كښې دپوليسو پرموټر په ډزو كښې يو تن چارواكۍ ووژل شو دراپور ترمخه  امنيتي  ځواكونو دسوات په مختليفو سيمو كښې دوسلوالو تندلارو پرضد عمليات جارى ساتلى دي او طالبانو دښوونځيو سوځولو ته دوام وركړيدى په تير يوه كال  كښې په سوات كښې سلو ته نږدې ښوونځي سوځول شويدي دسوات په اوسنيو عملياتو كښې تراوسه 94 طالبان څوارلس پوځيان او اته ويشت ځايي اوسيدونكي وژل شويدي.



پېښور(هېواد خبر):دمردان ښارپه راكټو وويشتل شو دشخصي ټلويزون دخبر ترمخه دمردان كينټ او ښار پرمختلفو سيمو باندې دشپې مهال څلور بجوته نږدې لس راكټ او مارټر ګولۍ توغول شويدى او له امله يې يوه ښځه او يو تن امنيتي سرتيرى ژوبل شويدي په راكټى بريد كښې دشپږو كورونو ودانيو ته زيان اوښتۍ  دى ځايي چارواكو پيښه تائيد كړيده وسلوالو طالبانو دپيښې مسئوليت په غاړه اخستلو سره دغه بريد دسوات دعملياتو غبرګون ښودلى دى.



پېښور(هېواد خبر):تحريك طالبان وايي  د دوى  غورځنګ په كراچۍ كښې هم شتون لري او د دوى تحريك دكراچۍ ښار دزيات داهميت وړ ګڼى بريتانوى خبرى سرچينې سره دخبرو اترو په ترڅ كښې دتحريك طالبان پاكستان وياند مولوي عمر ويلي دي چې  كراچۍ يو تجارتى ښار دى او دغه ښار كښې علماء ، مدرسې اوطالبان په لوى شمېر موجود دي مولوي عمر زياته كړيده دپاكستان دښمن هېوادونه غواړي په كراچۍ كښې لاسوهنه وكړي ددې لپاره په كراچۍ كښې دطالبانو شتون داهميت وړ دى  طالبانو له امله به ټولنيزښوالى راشي او دبهرنۍ لاسوهنې مخه به ونيول شي مولوى عمر په خپلو خبرو كښې ويلي دكراچۍ ښار داهميت په خاطر هلته دامنيت ټينګښت لازم دى او امن داسلامي نظر يې پربنسټ رامنځته كيدى شي بلخواته دكراچۍ  دمها جرو ګوند ايم كيو ايم پرحكومت غږ كړيدى چي  په كراچۍ كښې  دي دطالبانائزيشن د خوريدو مخه ونيول شي ددغه ګوند يوه لوړ رتبه مشر فاروق ستار مطبوعاتى كنفرانس ته دوينا پرمهال ويلي  دي  چى  دمولوى عمر بيان دغه خبره په ډاګه كوي چې طالبان  دكراچۍ ښار په خوا خوځيدلي دي نوموړى ويلي  دى  زرترزره دي دكراچۍ ښار دطالبانو په نوم سازش څخه  وژغورل شي.



پېښور(هېوادخبر):د صو به  سرحددايكسائز وزير لياقت شباب وايي هـېواد دمختليفو كورنيواو بهرنيو شخړو سره مخامخ دى ايالتى وزير دپيپلزګوند پرملګرو غږ وكړ چى دخپلو شخصي ګټوشاته كولو سره دهېواد د اجتماعي مفاداتو لپاره كار وكړي  او دحكومت سره همكارى ته دوام وركړى په جهانګيره كښې ولسي غونډې ته دوينا پرمهال  ايالتى وزير زياته  كړه دهېواد د سلامتۍ لپاره  دپوځ دمضبوطوالي سره د ولس يوالي  ته هم اړتياده.



پېښور(هېوادخبر):سرحد حكومت دسيلاب ځپلو سره د مرستې لپاره پرمر كزي حكومت دهمكارۍ غږ وكړدسرحد حكومت له مركزى حكومت څخه  خوراكى مواد او خيمې غوښتې دي دغه څرګندونې د سيلاب ځپلو سيمو دبحالۍ دادارې چارواكي جميل امجد دشخصي ټلويزون سره دخبرو اترو په ترڅ  كښې وكړې نوموړي  ويلي  دي  دسيلاب له امله په زرګونو ګورونه له منځه  تللي  دي  او حكومت په سيلاب ځپلو سيمو كښې دمرستې كارونه روان دي  تراوسه پورې په سيلاب ځپلو سيمو كښې پنځه لس سوه خيمې  او كمبلې  ويشلې دي.



پېښور(هېواد خبر):  زرداري او نوازشريف   كومې حتمي نتيجې ته ونه رسيدل دخبرترمخه دپاكستان دواكمن اتحاد د دوو ستروګوندونو پاكستان مسلم ليګ \”ن\” او پاكستان پيپلزګوند دمشرانو ترمنځ په اسلام اّباد كښې  شپږ ساعته ملاقات  كښې پراختلافي امورو كومه حتمې پريكړه ونشوه دواړه مشران به نن يوځل بيا سره وګوري تر ملاقات له مخه ويل شوي وه چې دواړه مشران به ګډه مطبوعاتى وينا كوي خو چې كله ملاقات سرته ورسيده دواړه مشران پرته دڅه خبرو ولاړو دپيپلز ګوندوياند فرحت الله بابر خبريالانو ته وويل  چې  نن به دواړه مشران يوځل  بيا سره غونډه كوي او پدغه  غونډه كښې به واسفنديار ولي او مولانا فضل الرحمان ته هم دګډون بلنه وركړل شي.