د ملي لارښود په لټه او ملي پاڅون په موخه

د لراوبر اداره | اگست 5th, 2008


که څه هم زموږ ګران هیواد افغانستان په خپل پنځه زره کلن پېښلیک کې له ډول ډول ناورینونو لکه د مغلو، عربو، فارسو، یونانیانو، انګرېزانو، او په لنډ تېر وخت کې له روسي  ېرغل سره مخ شوی دی، خو بیا موهم د ملي پاڅون له لاري هر یرغلګر په ګونډو کړی او خپله خپلواکي مو ساتلې ده .  هر ګوره، هر بریا په خورا ګرانه بیه او د لنډ وخت لپاره وه .  په ځانګړې توګه له انګرېزانو سره په جګړه کې  له ښکېلېدلوڅخه وروسته زموږ ټټر د ډیورند پر منحوسه چاړه وڅیرل شو او له روسي خرسه مو خلاصون په دوه نیم میلیونو شهیدانو، په سلهاوو زرو معیوبینو او کابو درې میلیونه مهاجرو وو چې هېڅ وخت به یې رغنه ونه شي … تفصيل


 






یادښت :
زه له ټولو لیکوالو څخه هیله کوم چې زما سره زما د جوړ شوې بلاګ( www.bloguna.com/anu)  چې هر ګوره تر اوسه یې یوازې اسکلېټ څه ناڅه جوړ شوی، مرسته وکړي چې لوستونکو ته ګټور او په زړه پورې مواد وړاندې کړو . زما یو غوښتنه له ټولو لیکوالو دا ده چې خپله لیکنه به یوازې  او یوازې یوې پاڼي ته لیږي . بله دا چې هر لیکوال د هڅه وکړي چې تر خپل وسه د ښاغلي زیار له خوا وړاندې شوی معیاري پښتولیکدود راخپل کړي .

 په درنښت

Copyright Larawbar 2007-2024