په پوهاند زيار د ښاغلي اصف ٠٠٠ليکنه زما نده!!
تر پورتني سرليک لاندې مې يوه ناندريزه ليکنه تر سترګو شوه چې له بده مرغه زما په نوم په ټول افغان او ښايي په ځينې نورو برېښپانو کې هم خپره شوې وي،په داسې حال کې چې زه ترې هيڅ خبر نه يم ، او نه يې د يوه توري مسووليت پر غاړه اخلم ٠څو کاله وړاندې هم زما سره همداسې يوه جفا شوې وه يوه ورځ يوه تن شاعر خپل چاپ شوي کتاب را ډالۍ کړ ،څنګه مې چې لومړۍ سريزه ولوسته ګورم چې ورلاندې يې زما نوم ليکلی دی ،هک پک شوم چې اوس څه وکړم،دا ښاغلی شاعر په ټول ژوند کې ما يوځل دوه ليدلی و، مګر زما له مينې او اخلاص نه يې دومره بېخرته ناولې ګټه پورته کړې وه چې٠٠٠٠٠بيا مې ترناندريو سپکو او سپورو وروسته پرېکړه وکړه چې د هغه وخت ټولو خبري رسنيو ته ددې پېښې خبر ورکړم او ځان ددغو اوتو بوتو له مسووليته خلاص کړم، خو ښاغلي شاعر همدا ويل چې دا کار ما له ډېرې مينې او اخلاصه کړی دی٠
اوس راځم دې پورتني سر ليک او د ښاغلي استاد پوهاند داکتر زيار او د ښاغلي خواتي ناندريو او تاويلو ماويلو ته .
زه پرته له شکه ښاغلي خواتي او بيا وتلي استاد زيار ته د زړه له تله درناوی لرم،زموږ د ژبې او ادب بدمرغي دا ده چې ځيني کسان يا قصدا اويا سهوه نه غواړي چې د پښتو ادب او بيا په ځانګړې بڼه د پښتو ژبپوهنې دا ځلانده ستوری پښتو په نړۍ واله کچه پوهنيزه او د سيالۍ وړ کړي،که څه هم موږ ټولو له ښاغلي انځوره رانيولې بيا تر ما پورې په وار وار مو پوهاند زيار ته لمن غوړولې چې دا ناندرۍ پرېږدي او پر ځای يې علمي کار وکړي، د ښاغلي اکاډميسين سيستاني د قلم کرښې لا وچې شوې ندي چې دادی نورو ناندريو زور واخيست٠
زه د يوه خپلواک ليکوال او ژورنالست په توګه د هر انسان نظر ته پوره درناوی لرم.
که څه هم ما له ناکامه (ملي درده) يو څو مياشتې سياست کړی خو له سياست او منصب سره د زړه له کومې هيڅ مينه او شوق نلرم ،هر ګوره په وار وار د ځينو چارواکو له خوا بېلا بېلو دندو ته بلل شوی يم،او تر دې دمه مې ټولو ښاغلو ته انې بانې جوړې کړي دي٠
دا پورتنۍ ليکنه چې هر چا کړي وي د هغه د خپل نظر او فکر ښکارندوي کوي نه زما(اجمل اټک يوسفزی).
که دا کار چا ز ما سره له ډېرې مينې کړی وي او يا له فتنې راولاړولو په دواړو حالاتو کې يې ښه کار ندی کړی٠
زما ګيله او يوه هيله له ټولو برېښپاڼو او ځانګړي توګه له ټول افغانه دا ده چې دوی ولې داسې کوي ، ولې ناندريو ته ځای ورکوی، او پر مړشوي اور تېل شيندي?
بله دا چې ټولې برېښپاڼې د ليکوالو د برېښناليکونو(e mails) ادرسونه پېژني بيا ولې په داسې مستعارو نومونو نا حقه ناندرۍ را پيداکوي٠
زما د ټول افغان د ادارې له ټولو ښاغليو چارواکو دا هيله ده چې لومړی خو دا ليکنه بېرته ړنګه کړي او کنه نو لږ تر لږه خو دې دا مېړانه ضرور وکړي چې زما د نوم(ا٠ا٠يوسفزي) پر ځای د هغه چا نوم وليکي چې دا ليکنه يې پرې وربرېښ(e mail)کړی٠
په پای کې بايد يادونه و کړم چې ما ناندريزې ليکنې هيڅ کله لوستي هومره هم ندي بيا لا پرې ليکنه او تبصره٠
په هر حال د ښاغلي خواتي او پوهاند زيار خپلې شخړې دي او زه اجمل اټک يوسفزی يې هيڅ مسووليت نه اخلم ، هيله ده چې د ټول افغان ښاغلي چارواکي پر بې مسووليته ليکنو خپل ګټلی ارزښت له لاسه ور نکړي٠
په پوره درناوي