کور / راپور / د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس وټاکل شو


د افغانستان کرکټ بورډ د اساسنامې سره سم څو ورځې وړاندې د اجرائيوي رئیس بست اعلان ته ورکړل شوی و. چی په دې پروسه کې د دغه بست لپاره اوولس تنو خپل تحصیلي اسناد سپارلي ول چې له هغې ډلې دولس تنه شارټ لست او د مرکې لپاره راوبلل شول. نن چهارشنبه د افغانستان کرکټ بورډ د غړو له لورې له ټولو شارټ لست شويو کسانو سره مرکې تر سره شوې چې په پاېله کې تر ټولو غوره کانديد لطف الله ستانکزی دغې دندې لپاره وټاکل شو.
ښاغلی لطف الله ستانکزي په نړیوال مدیریت کې د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي دي. نوموړي تر دې وړاندې د افغانستان په کرکټ بورډ کې د رسنیو څانکې د مسؤل په صفت هم دنده ترسره کړې ده.