کور / راپور / هلمند کي سږ کال ۱۰۷۸ نجوني له ښوونځيو فارغي سوي دي

هلمند کي سږ کال ۱۰۷۸ نجوني له ښوونځيو فارغي سوي دي

د هلمند د ښووني او روزني رياست  وايي، چي د مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسووالۍ له ښوونځيو څخه سږ کال ۱۰۷۸ انجوني فارغي سوي دي.

هلمند چي د افغانستان يو له نا امنه ولايتونو څخه دی، دګرشک او مرکز لښکرګاه څخه پرته په نورو ولسواليو کي ښځينه زده کونکي نسته.

چارواکي وايي، چي په ولسواليو کي ښوونځي سته خو د کورنيو او امنيتي ستونزو له کبله انجوني زده کړو ته زړه نه ښه کوي.

د هلمند پوهنې رئيس داود شاه صفاري وايي په نورو ولسوالیو کي ښوونځي شته خو کورنۍ زړه نه ښه کوي چي نجونې ښوونځیو ته وليږي. د هغه په وینا عوامل یې ناامني، د عامه پوهاوي نشتوالی، د ښځینه ښوونکو نشتون او داسې نورې ننګونې دي چي ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه نیسي.

د ګرشک ولسوالۍ د فاطمة الزهرا ليسې څخه فارغه سوې يوه زده کونکي وايي، د نا امنيو سره سره دلته انجوني زده کړو ته راځي، کله کله په لارو کوڅو کي د ځوانانو لخوا ورته مزاحمت جوړېږي او ځيني کورنۍ بيا د وخت څخه وړاندي خپلي انجوني ودوي چي دا د ښځو د زده کړو پر وړاندي مهم خنډونه دي.

د هلمند په مرکز او ولسوالیو کي ۴۲۲ ښوونځي شته چي ۳۴۶ یې فعاله دي. ددې ډلې څخه ‌۱۹ یې د نجونو ښوونځي دي. سږکال ۴۰۰۰ نارينه او ښځینه زده کوونکي له ١٢ ټولګيو څخه فارغ سوي دي.

هلمند ولايت چي ډېری ولسوالۍ ئې د طالبانو تر نفوذ لاندي دي پکي د زده کړو سيسټم کمزوری دی او په ځينو ولسواليو کي ئې يو ښوونځی هم نسته.