کور / اقتصادي / چينايي سفير: له کندهار څخه چين ته په مستقيم ډول د مېوو په صادرولو کي مرسته کوو

چينايي سفير: له کندهار څخه چين ته په مستقيم ډول د مېوو په صادرولو کي مرسته کوو

د چهارشنبې په ورځ د چين هيواد سفير ( ليو جين سونګ ) کندهار ولايت ته د خپل سفر پرمهال د کندهاري سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل، چي پرمهال يې يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو، صنعت کارانو، سوداګرو او د کندهار پوهنتون يو شمېر استادانو هم ګډون کړی وو.

 د کندهار ولايت سوداګرو او صنعت کارانو يو په بل پسي د خپلو خبرو پرمهال وويل، چي افغانستان او چين هيوادونه په خپلو منځونو کي پياوړي سوداګريزي اړيکي لري، چي په ويناوو يې دواړه هيوادونه په اقتصادي او سوداګريزو برخو کي خورا زيات تاريخي قدامت هم لري.

 هغوئ د دواړو هيوادونو په سوداګريزه برخه کي د لاسته راوړنو ترڅنګ وويل، چي د افغانستان او چين هيوادونو ترمنځ لومړنۍ سوداګري له کندهاره پيل سوې او غوښتنه يې وکړه، چي چين هيواد دي له افغانستان سره د وېزې په برخه کي اسانتيا او د افغانستان د وچي او لندې مېوې د صادرولو په برخه کي دي په مستقيم ډول سوداګرۍ ته زمينه برابره کړي.

 په وار سره د چين هيواد سفير د افغانستان سره د سوداګريزي برخي ترڅنګ د ښو اړیکو په موخه مننه وکړه او د خپلو خبرو په دوام يي وویل، چي هيواد يې له کندهار سره مستقيمو اړيکو ته ژمن دی او په سوداګريزي، روغتيايي، صادراتي او وارداتي برخو کي يو له بل سره د ګډو اړيکو د رامنځته کولو هڅه کوي.

 د چين هيواد سفير په خپله وينا کي کندهار د افغانستان زړه وباله او زياته يې کړه، چي کندهار ته پاملرنه کول ټول افغانستان ته پاملرنه ده، نو اړينه ده چي هيواد يې په هره برخه کي کندهار ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي وويل، چي د کندهار د انارو د صادراتو لپاره ځانګړې زمينه برابروي، د روغتيا په برخه کي د پخوانيو مرستو په شان خپلي مرستي دوامداره ساتي او د سولې په برخه کي چي دا مهال يې د ده په ټکو خبري ګټوري رواني دي مرسته کوي څو د افغانستان سياسي حل ته د خبرو له لاري کار وسي.

 ښاغلي ( ليو جين سونګ ) وويل، چي د کندهار سوداګر متحد خلک دي، چي په خبره يې دوئ کوښښ کوي چي په مستقيم ډول د دوی سره سوداګريزي اړيکي د رېل پټلۍ، هوايي او مځکنۍ لاري نوري هم پراخي کړي، څو د کندهار او چين ترمنځ واردات او صادرات په مسقيم ډول ترسره سي.

 نوموړي وويل، چي د کندهار پوهنتون دپاره هم ځانګړې پاملرنه کوو ترڅو دا پوهنتون د کيفيت په برخه کي نور پرمختګ هم وکړي.

 دغه راز د چين هيواد سفير وويل، چي په افغانستان کي به په تدريجي ډول د برېښنايي سوداګرۍ د پراختيا ترڅنګ دواړه هيوادونه د لويو لارو په ذريعه هم سره ونښلوي.

 کندهار والي حيات الله حيات په اوسنيوحالاتو کي د چين هيواد همکاري خورا اړينه وبلل او زياته يې کړه، چي سوله د افغانستان اړينه اړتيا او تجارت د ژوند لوی ضرورت دی، چي په دې برخه کي د چين همکاري د ستايلو دي.

 د چين هيواد سفير ( ليو جين سونګ ) کندهار والي حيات الله حيات ته د ياد هيواد له شفتالو څخه جوړه مربا، د کندهار پوهنتون لپاره ۲ بابه کمپيوټرونه او د کندهار پوهنتون د ممتازو محصلينو لپاره يې د ۲ زره امريکايي ډالرو ترڅنګ قرطاسيه هم د ډاليو په شکل ورکړې.