کور / راپور / اشرف غني: د افغانستان جګړه پېچلې ده، خو د سولي لپاره جدي او په تدبير کار روان دی

اشرف غني: د افغانستان جګړه پېچلې ده، خو د سولي لپاره جدي او په تدبير کار روان دی

ولسمشر اشرف غني وايي، چي په افغانستان کي سوله او جګړه دواړي پېچلي مسالې دي، سوله بايد په تدبير او په ښه توګه مخ ته ولاړه سي.

ښاغلي غني وويل، د سولي لپاره خاماخا ستونزي مخي ته راځي خو د ستونزو سره سره به په افغانستان کي ارومرو سوله راځي.

نوموړي چي تېره ورځ په کابل کي د فساد پر وړاندي د مبارزې کنفرانس کي خبري کولې وويل، چي دوی به په تدبير سره د نړۍ په مرسته د سولي لوري ته روان وي او په دې برخه کي لوړي ژوري راځي او په دې لاره کي ستونزي بايد وزغمل سي.

نوموړي وويل: “زما تګ لاره دسولې تګ لاره ده دا وطن سوله غواړي او مونږ سوله راولو په دې کي دې شک نه وي خو دسولې لار به کندې کپرې لري دسولې لار کي به ستونزې وي،مګرټینګه اراده باید موجوده وي چي په په لوړو ژورو تیرسو او سولې ته ورسیږو”.

ښاغلي غني وويل، مخکي افغانستان په نړۍ کي د فساد له امله نړيوال باور له لاسه ورکړی وو، خو اوس د فساد پر وړاندي د مبارزې روښانه تګلاره موجوده ده.

نوموړي وویل “دافغانستان لپاره طلايي فرصتونه راغلي خو هغه د فساد په نتیجه کي ضایع سول په دې وروستیو کلونو کي دفساد سره دمبارزې لپاره د یو څرګنده لیدلوري بنسټ اښودل سوی اوله فساد سره مبارزه دیو تن کار نه دی دا دیوې ټولنې اودولت دنده ده چي په عمومي کچه دفساد پرضد دمبارزې ژمنتیا موجوده وي”

دافغانستان دشفافیت د نړیوال بنسټ  د راپور له مخي افغانستان له فساد سره په مبارزه کي پرمختګ کړی او دنړۍ په کچه د ۱۷۶ هیوادونو په نوملړ کي یې ۱۶۹ تم ځای خپل کړی دی.