کور / راپور / امريکا، چين او روسيې د افغان حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو او دائمي اوربند موافقه وکړه

امريکا، چين او روسيې د افغان حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو او دائمي اوربند موافقه وکړه

د امريکا، چين او روسيې استازو په افغانستان کي  پر دا يمي اوربند او د افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو کولو په هکله موافقه کړې ده او درې واړو هيوادونو ويلي، چي بايد افغان دولت او طالبان مخامخ خبرو ته کښېني او د دائمي اوربند له مخي روانه جګړه پای ته ورسوي.

امريکا، چين او روسيې  د افغانستان په هکله درې ورځنۍ غونډه کړې وه او په دغه غونډه کي د طالبانو سره د روانو خبرو او په افغانستان کي د اوربند او له دغه هيواده د بهرنيو سرتېرو د وتلو په هکله بحثونه وسول.

زلمي خليلزاد د ياد کنفرانس په تړاو پر  خپله ټويټرپاڼه ليکلي دی: “موږ موافقه وکړه چي د طالبانو، افغان حکومت، او نورو افغانانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات باید سمدستي پیل سي؛ دا مذاکرات باید ژر تر ژره د سولې یو چوکاټ وړاندې کړي؛ او د راتلونکي لپاره یو داسې همه شموله سیاسي طرح وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي.”

د رواني جولای مياشتي پر ۷ او ۸ نېټه په قطرکي د طالبانو او افغان سياسيونو ترمنځ مخامخ خبري هم وسوې، چي پر ځينو شيانو موافقه وسوه، خو وروسته طالبانو وويل، چي د ياده موافقه ارومرو د تطبيق وړ نه ده، ځکه چي دا يو رسمي پرېکړه ليک نه دی.

.