زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۸۰ برخه
Aziz Rahman Hazim
غورچاڼ: عبدالجبار فراز
۸۰
میا احمدشاه زموږ د خوځښت یو ډېر تکړه غړی وو. یودم یې مخالفت ته ملا وتړله. زما په غیاب کي يې تخریب راپسي شروع کړ. هلته دلته به یې ملګري و خلک راته پړسول. ان اخیر خو یې د بل تحریک جوړولو خبره راپورته کړه. ما کښېناوه او دلیل مي یې ترې وپوښت. ا خوا دې خوا ږغېدی، د زړه خبره یې نه کوله. اخیر مي مجبور کړ. راته ویې ویل: زه دا نسم زغملای چي ټول خلک دي په یوه سړي پسي روان وي. ما ورته وویل چی میا صاحب په دنیا کي خلک همېشه په یوه سړي پسي روان وي او دا شی د ولس لپاره ډېر ګټور هم دی. اتفاق منځته راوړي. خو دا کتل په کار دي چي دا یو سړی د ځان لپاره لګیا دی که د ولس لپاره او ایا د ملګرو سلا و مشورو ته غوږ نیسي کنه؟ که د ځان لپاره اخته وي او د ولس غم ورسره نه وي، نو بیا دي خلک لار ځني بېله کړي، کنه نو باید ملاتړ یې وکړي. بله خبره دا ده چي د مخکښۍ مقام ته خلک په خدمت رسیږي، نه په مخالفت. ته تر ما زیات خدمت وکړه خلک به په تا پسي ودریږي او تر ما به دي خبرو ته ډېر ارزښت ورکړي. تا چي د دنیا چکرونه وهل، زه د خپل ولس په خاطر د زندان په تورو کوټو کي ناست وم او مېچني مي چلولې.
د میا صاحب له دې مخالفت څخه پرنګیانو ډېره ګټه واخیسته او لا یې خپل تخریبات ګړندي کړل. زما و د میا صاحب تر منځ دغه مجلس که څه هم د ده دریځ وربدل نکړ، خو دومره سوه چي نور ملګري یې په اصلي موخه وپوهېدل.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۸۱
یوه ورځ یو لیک راته راغی. لیکونکي یې خپل نوم نه وو لیکلی. راته ليکلي یې ول چي زه صرف غواړم تا د حکومت له یوه ډېر خطرناک پلان څخه خبر کړم. هغه دا چي دوی غواړي تا او ستا ورور ونیسي او یوه لیري هیواد ته مو تبعید کړي. ما د داسي خبرو پروا نه کوله، ځکه زه د خپل ولس لپاره لګیا وم او پوهېدم چي په دې لار کي دا هر څه سته. نورو خلکو هم راته وویل چي د سرحد حکومت مرکزي دولت ته رسمن وړاندیز کړی دی چي ته باید تر نیولو وروسته تبعید کړل سې. د دوی په وینا چي دلته په هیواد کي دننه دي له سرحد صوبي سره اړیکي شلول امکان نه لري. ان له ګجرات زندان څخه دي هم د خپلو خلکو حرکتونه تنظیمول، نو یوازینۍ چاره دي له دې ملکه ورکول دي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۸۲
د خلیلو مومندو په دوره کي مي د خلکو یوې لویي غونډي ته وویل:
دا زما د پاچا کېدو نارې و غوښتني به نور بس کړئ. زموږ د دغه خوځښت موخه د چا پاچا کول نه دي. پاچاهي خو اول په اسلام کي نسته او بل که مو زه پاچا کړم ستاسي به خاوري پر سر سي او زما به مزې و چړچې شروع سي. نه به ما او نه هم بل کس پاچا کوئ. زموږ به یو مشر وي او هغه به داسي یو کس وي چي د ولس خدمتګار وي، پوه وي، لایق وي، نېک وي، ایماندار وي، مخلص وي. زموږ حکومت به د جماعت او جماعت به مو د حکومت تابع وي. په پاچاهۍ کي د ملت او هیواد خیر نسته. یو پاچا به ډېر ښه وي، خو زوی به یې بیا ډېر بېکاره انسان وي. بل دا چي پاچاهان همېشه خپل قوم له پوهي او زدکړي څخه لیري ساتي، ځکه په دې کار کي د خپل راج پایښت(بقا) ويني. یاني د دوی په فکر که رعیت په پوهه سنبال سو ګواکي د دوی له لاسه واک ووت.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان