پاکستان اقتصادي کړکېچ: سوداګرو د ګرانۍ او اضافه ټکسونو پر ضد کاربنديز اعلان کړی
Aziz Rahman Hazim
په پاکستان کي د ګرانۍ او اضافه ماليو اخيستلو پر ضد نن په ټول هيواد کي سوداګرو کاربنديز اعلان کړی دی او د پاکستان په سترو ښارونو کي کاروبار او سوداګريز مارکېټونه بند دي.
په کراچي، اسلام اباد او لاهور کي د سوداګرو او تجارانو ټول کارونه درولي دي او د حکومت د اقتصادي سياست پر ضد ئې د لاريونونو ګواښ هم کړی دی.
پاکستان دا مهال د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او ورځ تربلي په هيواد کي د ګرانۍ او ټکسونو زياتوالي څخه خلګ په شکايت دي.
د پاکستان بوديجه تر ډېره د پوځي لګښتونو لپاره استعمالېږي او په دې سره ئې په هيواد کي د خلګو ورځنی ژوند سخت سوی، بوديجه کي ستونزه رامنځ ته سوې او خلګ د سختو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.
پاکستان چي د ترهګرو ملاتړی هيواد دی، ډېري پيسې د ترهګرو سره د مرستي لپاره هم ورکوي او همدغه کار ئې پر اقتصاد بده اغېزه کړې ده.
د پيسو د څار نړيوال سازمان هم پاکستان په خړ ليست کي شامل کړی دی او ګواښ ئې کړی چي که دغه هيواد د ترهګرو د مالي ملاتړ څخه لاس وانه خلي نو په تور ليست کي به ئې شامل کړي.