په قبائلو کي د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره غونډي رواني دي

Aziz Rahman Hazim | جولای 13th, 2019


په قبائلي سيمو کي د ځايي اسمبلۍ لپاره د ټاکنو کمپاين روان دی، خو په دې کمپايونو کي د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو غوښتني هم کېږي.

تېره ورځ دقبائلو په بېلابېلو سيمو کي کمپايني غونډي وسوې چي په ټولوکي د وزيرستان د خلګو استازي علي وزير  او محسن داوړ د خوشي کولو غوښتني پکي وسوې.

د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر نثار لالا ويلي چې د علي وزير او محسن داوړ بنديوان ساتل د وزیرستان د خلکو رايو ته سپکاوی دی.

په غونډو کي خلګو د پاکستاني رياست او پوځ دهغه ظلمونو په ضد هم اواز اوچت کړی چي د پښتنو پروړاندي ئې جاري کړی دی.

علي وزير او محسن داوړ د مي مياشتي د ۲۶ نېټې د خړ کمر د پېښي وروسته ونيول سول او پرته له کوم تور څخه په زندان کي اچول سوي دي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په خړ کمر کي د پاکستاني پوځ د پښتون ژغورني غورځنګ پر غړو ډزي وکړې ۱۶ تنه ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

Copyright Larawbar 2007-2024