کور / راپور / له سوات څخه د پاکستان لاهور ته پرلار ګاډی چپه سوی، ګڼو مسافرو پکي ژوند له لاسه ورکړی

له سوات څخه د پاکستان لاهور ته پرلار ګاډی چپه سوی، ګڼو مسافرو پکي ژوند له لاسه ورکړی

نن سهار د خيبر پښتونخوا له سوات څخه د پاکستان لاهور ښار ته روان يو بس موټر چپه سوی او ۱۳ کسانو پکي ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه پېښه کي ګڼ شمېر نور کسان هم ژوبل سوي دي، چي د ځينو روغتيايي حالت ئې نازک دی.

په وژل سويو کسانو کي درې مېرمني او يو ماشوم هم شامل دی.

په دغه موټر کي ۵۹ کسان سپاره وه او د خيبر پښتونخوا څخه د پاکستان لاهور ښار ته پر لاره وو، چي د براهمه انټرچېنج سره نژدې د موټرچلونکي له کنټرول څخه ووتی او په ډېر سرعت سره چپه سو.

بل خوا نن د پاکستان د لاهور ښار څخه د جنوبي پښتونخوا مرکز کوټي ته تلونکي اورګاډي په ټکر کي ۱۰ کسان مړه سوي او تر ۴۰ کسان ژوبل دي.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله کوټي ته پرلار  اورګاډۍ په صادق اباد کي د يو بل مال وړونکي اورګاډي سره ټکر سوه.

ژوبل کسان د صادق اباد روغتون ته انتقال سوي دي او په دوی کي د ځينو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

دا په يوه مياشت کي د اورګاډي د ټکر دوهمه پېښه ده.