کور / راپور / سوېډن کمېټه: په ميدان وردګو کي دافغان ځواکونو په بريد کي عام روغتيايي کارکونکي وژل سوي دي

سوېډن کمېټه: په ميدان وردګو کي دافغان ځواکونو په بريد کي عام روغتيايي کارکونکي وژل سوي دي

دا فغانستان لپاره د سويډن کمېټه وايي، چي افغان ځواکونو په ميدان وردګو ولايت کي روغتيايي کارکونکي وژلي دي.

دا بريد د جولای پر ۱۳ نېټه د میدان وردګو ولایت په دايمرداد ولسوالۍ کي د طالبانو تر نفوذ لاندي سيمه کي  سوی دی.

د بريد په هکله د دایمیرداد ولسوال فضل الرحمان رحیمي  ويلي وه، چي په دې برید کي د طالبانو د روغتیايي چارو مسول، د کلینیک د لابراتوار مسول، د کلینیک ساتونکی او د یو ناروغ پایواز وژل سوي دي.

ښاغلي رحیمي وویل:”دا ساحه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، افغان امنیتي ځواکونه د هوا له لارې تللي د روغتون سره ښکته سوي او د طالبانو د روغتیايي چارو د مسول سربیره د لابراتوار مسول، یو ساتونکی او یو پایواز یې وژلي دي”.

خو د سويډن کمېټه وايي، ددوی څېړنو ښودلې چي په دغه بريد کي روغتيايي کارکونکي وژل سوي او دا د اندېښنې وړ خبره ده.

د سویډن کمېټې د پروګرامونو مسول ډاکټر خالد فهیم وایي “دا برید د بشر پالنې د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره تېروتنه ده او موږ د جګړې له ټولو غاړو په کلکه غواړو چي پر ملکیانو او روغتیايي مرکزونو بریدونه بند کړي.”

د سویډن کمېټې په خپلې اعلامیې کي د پېښې په اړه لیکلي دي: ” کله چي امنیتي ځواکونه ودانۍ ته ننوتل، د یو ناروغ پایواز یې ووژلو او تر هغې وروسته یې څلور نور کسان ونیول او له ودانۍ څخه ووتل. لږ وروسته د ودانۍ په شاوخوا ۵۰ مېترۍ کي، د سویډن د کمیټې دوو کارکوونکو په ګډون، د دریو نورو کسانو مړي وموندل سول چي مرمیو ویشتل سوي وو. د څلورم کس څرک لا نه دی لګېدلی.”

دغه روغتيايي مرکز د سویډن کمېتې  تمويلاوه او چاري ئې هم د همدغې کمېټې په مرسته  مخ ته رواني وې.