کور / راپور / لاهور ته څېرمه صادق اباد کي د اورګاډي ټکر پېښه کي ۱۳ تنه په حق رسېدلې

لاهور ته څېرمه صادق اباد کي د اورګاډي ټکر پېښه کي ۱۳ تنه په حق رسېدلې

د پاکستان د لاهور ښار څخه د جنوبي پښتونخوا مرکز کوټي ته تلونکي اورګاډي په ټکر کي ۱۰ کسان مړه سوي او تر ۴۰ کسان ژوبل دي.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله کوټي ته پرلار  اورګاډۍ په صادق اباد کي د يو بل مال وړونکي اورګاډي سره ټکر سوه.

ژوبل کسان د صادق اباد روغتون ته انتقال سوي دي او په دوی کي د ځينو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

دا په يوه مياشت کي د اورګاډي د ټکر دوهمه پېښه ده.