کور / نوميالي / زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک- ۷۷ برخه

زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک- ۷۷ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۷۷
په سرحد کي د انګرېزانو ډېر بد غوبل روان وو. ما له ګاندي جي څخه وغوښتل چي راسي او د حالاتو جاج له نژدې واخلي. هغه سملاسي بیا له وایسرای څخه دلته د راتلو اجازه وغوښته. هغه یې بیا مخالفت وکړ. ده ورته وویل چي ما نه پرېږدئ نو زما زوی دیویداس به ورسي. هغه دا هم ورسره ونه منله. ګاندي جي ته هم غوسه ورغله او ورته ویې ویل چي داسي ده نو زموږ تاسي تر منځ د سولي تړون هم لغوه دی. دې ګواښ وایسرای له خپل دریځه تېر کړ او دیویداس ته یې په دې شرط د راتلو اجازه ورکړه چي له ښوره ډک هرکلی به یې نه کیږي. موږ هم همداسي وکړل. په پټه خوله مو راوست. کلي په کلي مو ګرځېدنه شروع کړه. غوښتل مو دیویداس ټول واقعات د خلکو له خولو څخه واوري. یوه ورځ د ګړندي موټر له نېستۍ څخه په لارۍ کي کوم کلي ته روان وو. ملګري مو خبر سوي ول، موټر یې مخي ته راوست. هغه ته یې وروخېژولو. پر لاري پر هغه لارۍ ډاکوګانو ډزي کړي وې او پکښي ناست کسان یې ژوبل کړي ول. دا یوه دسیسه وه. غوښتل یې دیویداس ووژني او پښتانه وحشیان معرفي کړي. هغه ډاکو بیا وتښتېد، خو پښتنو ونیو او ویې واژه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۷۸
یوه ورځ د سردار عبدالرب نشتر په نامه یو پېښوری ورور پاڅېد او ویې ویل چي خدایي خدمتګاران د کانګرس اصول نه مراعتوي، بلکي ډله پالنه کوي. په مثال کي یې وویل چي دوی هر ځای د الله اکبر نارې وهي. ګاندي جي ترې وپوښتل: د الله اکبر مانا څشي ده؟ ده جواب ورکړ: خدای لوی دی. نو ګاندي جي ورته وویل: ښه نو ستا په خیال خدای وړوکی دی؟ له دې سره سړی نور غلی سو.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۷۹
یوه ورځ څو ماشومانو د مسخرو څخه یوه حکومت ضد تمثیلي پارچه لوبولې وه. انګرېزانو پولیس پسي ورلېږل او هغه کوچنیان خواران یې په وینو ولړل. د دغې غمجیني پېښي په وړاندي ما پر حکومت توندي نیوکي وکړې. د صوبې د پولیسو قومندان د ملاقات غوښتنه راڅخه وکړه. د ده دفتر ته ورتګ ما ته د خپل شان و قوم سپکاوی ښکارېد، ځکه مي نو د یوه بل ملګري کور انتخاب کړ. هلته قومندان راته وویل چي د دغي وینا پر سر دي زندان ته اچولای سم. ما ورته وویل چي زه له زندان څخه نه ډارېږم، مګر د ماشومانو پر وړاندې داسي متشدد چلند د حکومت له شان سره په هیڅ وجه نه جوړيږي. ده راته وویل چي داسي زموږ سره وران یې ولاړ سه بل هیواد ته، دا ځای پرېږده. ما ترې پوښتل: دا ستا وطن دی که زموږ؟ ده ول ستاسي دی، نو مال بیا تاسي ولاړ سئ او زموږ هیواد موږ ته راپرېږدئ.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان