کور / نوميالي / زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۷۴ برخه

زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۷۴ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۷۴
یو وخت د انګرېزانو د ډېرو تخریبي تبلیغاتو له امله ګاندي جي ته لږ شکونه پیدا سوي ول. زه یې فورن وروغوښتم. هلته یې یوه میاشت په خپل ځای کي راباندي تېره کړه. پر زښتو ډېرو اشرمونو(روزنځایونو) یې وګرځولم. اشرمونه مي ډېر زیات خوښ سول او هوډ مي وکړ چي په خپلو سیمو کي به هم د ورته ځایونو جوړولو یوه لړۍ راپیلوم. وروسته-وروسته د ګاندي جي تسلي وسوه چي هیڅ هم نسته او دا هر څه د پرنګیانو پروپاګند دی. یوه ورځ زما یو مسلمان خواخوږی راغی او ګاندي جي ته یې وویل چي که ستا اجازه وي زه به باچا خان مېلمه کړم. هغه یې په ډېره خوښۍ بلنه ومنله او د تلو په وخت کي یې ورته وویل: په ښې ډېرې غوښي په وخورئ، دلته خو موږ په ډېرو دالو کولمې وروشوړولې.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۷۵
له ګاندي جي سره د اوږدې اوسېدني له امله زه له خپلو ملګرو لیري وم، نو د هغوی تر منځ بیا بې اتفاقیو او یو په بل پسي تخریبونو زور اخیستی وو. ان بوی یې تر ما پوري راورسېد. زه چټک ګاندي ته ورغلم، له حساسیته مي خبر کړ او ورته ومي ویل چي که ژر تر ژره ولاړ نسم ټوله خواري مو اوبه وړي. ده ته مي هم بلنه ورکړه چي که کولای سې سرحد ته راسره ولاړ سه او د پرنګیانو د ظلمونو منظر له نژدې وګوره. ده هم راسره خوښه کړه. خو چي له وایسرای سره یې تماس ونیو هغه ونه منله. نه یې غوښتل چي لمن یې پر څټورواوړي. ګاندي جي خپل زوی دیویداس او یوه مېرمن خورشید بهن راسره کړه. دوی ته یې وویل چي باچا خان د احمداباد پر اشرم وګرځوه. هلته چي ورسېدو خورشید بهن راته وویل چي دلته یو پښتون پیر اوسي. په لکونو مریدان لري. که ته یو ځل ورسره ووینې او زموږ سره یې همکارۍ ته راضي کړې ډېر غټ کار به وسي. ما ورته وویل چي زه خو بېخاره درسره تللای سم، هیڅ مشکل نه وینم، مګر خبره دا ده چي دا خلک د دې کارو نه دي. زه په دغه ډول خلکو پسي ډېر سرګردانه سوی یم، هیڅ ګټه مي نه ده ځني لیدلې. دیویوداس مي هم خبره راتایید کړه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۷۶
د ګاندي جي له ځایه چي کلي ته راورسېدم، نو ملګرو مي دواړې پښې یوې موزې ته واچولې او راته ویې ویل چي نور به دورې و جلسې نه کوې کنه موږ استعفا کوو. حیران-دریان یې کړم. ما ورته وویل د خدای روی وګورئ ما له دې کیسو مه راګرځوئ تازه مو قوم د غفلت له خوبه سر رااوچت کړی دی. که یې زه ونکړم نو څوک به یې وکړي؟ تاسي چي هر شرط لرئ زه یې درسره منم، ان ویناوي هم تاسي راته لیکئ زه به یې د کاغذ له مخي لولم، خو ما مه راګرځوئ. دوی راته وویل چي نه داسي نه کیږي. هیڅ به غونډي نه کوې. دا به هم نه وایې چي«د انګرېزانو یو ښکر مو مات کړی دی، پاڅئ پښتنو چي دا بل یې هم ورمات کړو» ما ورته وویل چي نو څه ووایم؟ دوی ویل داسي ووایه چي موږ او حکومت اوس سره پخلا سوي یو او نور مو تر منځ څه نسته. ما ورته وویل چي دا خو درواغ دي. دا سوله به ډېره ژر پای ته ورسېږي. همدا مو د کار موقع ده. باید شپه و ورځ پر ځان یوه کړو. وچ یې مجبور کړم. له منلو پرته مي بله هیڅ لار نه لرله، ځکه دا مي داسي ملګري ول چي د خوځښت ستني بلل کېدې. له دوی پرته کار مخته نه تلی. د شپې تر ناوخته مو بحثونه سره وکړل. چي پرېوتم هیڅ خوب مي ونکړ. ټوله شپه مي چورتونه وهل. سخت نارامه وم. د دې بدبخته قوم پر حال مي ژړل. اول خو د خدمت څوک پکښي پیدا کېږي نه، بیا چي یو و نیم پیدا سي نو څوک یې مخ ته نه پرېږدي. په دا سبا چي زه و قاضي د ګرځېدو لپاره دباندي ووتو، نو مي هغه ته وویل: خیر تاسي خو اوس دا ناروا په ما کوئ، مګر په قیامت کي به مو د حساب کتاب پر وخت ګرېوان ته لاس درواچوم او درته وبه وایم چي د دې ګردو ماملو او د قوم د تاوان مسوولین تاسي یاست. هغه راته کړل چي زه څه وکړم. ما ته هم دا کار سم نه برېښي خو که یې ونه منو نو تښتي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان