کور / علمي / زما ژوند جداوجهد/ دخان عبدالغفار ژوندليک – ۷۱ برخه

زما ژوند جداوجهد/ دخان عبدالغفار ژوندليک – ۷۱ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۷۱
د هندوستان په مسلمانانو کي د هندوانو په اندازه سیاسي شعور نسته. اصلي خبره دا ده چي سیاسي شعور یوه قوم ته له اسمان څخه نه راکښته کيږي. په کوم قوم کي چي د سیاسي شعور څښتنان پیدا سي، نو هغوی باید پر خپل قوم وګرځي او دغه اړخ یې ورځواکمن کړي. مسلمانان ډېر ښه خلک دي، مګر داسي انسانان تر اوسه نه دي پکښي پیدا سوي. تاسي د هندوانو او مسلمانانو رهبران سره پرتله کړئ؛ د هندوانو مشران قومپرست دي، خو د مسلمانانو دا خان بهادران او خان صاحبان دي یا یې ځان ته غواړي یا انګرېزانو ته. دا چي داسي پر توره شپه ده، غمخور یې نسته او تر هندوانو وروسته پاته دي وجه يې همدا ده.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۷۲
د میانوالي پښتانه نيازیان او خورا ښه و زړور خلک دي. یوه ورځ مي په یوه غونډه کي ورته وویل: اې وروڼو! نن د قامولۍ دنیا ده. تاسي وینئ چي کومو قومونو قامپالنه او ورورولي خپله تګلار ګرځولې ده هغوی اسمان ته ختلي دي. دا موږ خو هم یو قوم یو نو بیا ولي داسي شا ته پاته یو؟ دا ځکه چي په موږ کي قامولي، مینه، ورورولي او یووالی نسته. زه تاسي ته نن ځکه راغلی یم چي تاسي زما قام یاست، مګر تاسي خپله ژبه، پښتونولي، تمدن او ټول شیان له یاده ایستلي دي. ان تر دې چي لنګونه مو وهلي دي. هره هغه مرغۍ چي له خپل سیل څخه بېله سي، نو ورکه سي. پرنګیان به بالاخره ووزي. هغه مهال به نو بیا تاسي څه کوئ ایا له پنجاب سره به ځئ پنجابیان کېږئ به او که به زموږ خوا نیسئ او پښتانه به له ځانه جوړوئ؟! یو کس پاڅېد او ژمنه یې وکړه چي موږ به ستاسي طرف نیسو، په خپلو اولادو به پښتو زده کوو او حتا په خپله به یې هم زده کړو.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۷۳
د پولي یو ساتونکی انګرېز پولیس وو خورا ښه پښتو یې زده کړې وه. یوه ورځ مو کوم کلي کي غونډه لرله. دی هم هلته راغی. ما خلکو ته په وینا کي وویل چي موږ د خدای لپاره د دې هیواد او قوم چوپړ ته ملا تړلې ده. دا ارزښتونه خو ستاسي هم راسره شریک دي، نو ونیسئ برخه راسره واخلئ. یو پاڅېد ول زما نوم ولیکه، بل ولاړ سو ول زما نوم هم ولیکه. هغه پوله ساتونکی انګرېز پولیس رانژدې سو او راته ویې ویل: سړیه په دې خلکو دي څه چل کړی دی؟ دوی به زموږ له یوه سپاهي څخه دومره ډارېدل چي د هغه په مخ کي به یې کلیمه هم نسوای ویلای. اوس وګوره موږ ولاړ یو دوی لګیا دي خپل نومونه د خدایي خدمتګارانو په لیست کي لیکي. ما ورته وویل چي هیڅ چل مي نه په کړی، هر څه چي کړي دي تاسي خپله کړي دي. دا ټول ستاسي د ظلم پایله ده.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

.