کور / راپور / پاکستان کي پوځ درې ټلوېزوني چينلونه له کيبل نيټورک څخه ليري کړي دي

پاکستان کي پوځ درې ټلوېزوني چينلونه له کيبل نيټورک څخه ليري کړي دي

پاکستان هغه درې ټلوېزوني چينلونه له کيبل څخه ليري کړي دي، کومو چي د مريم نواز وينا په ژوندۍ بڼه خپرول.

د پاکستان د ميډيا مسؤولينو ويلي، چي دا کار ئې د پوځ په فشار سره کړی دی، ځکه مريم نواز د خپل پلار نواز شريف  د زنداني کولو اړوند د پوځ ځيني اسناد افشا کول او دغه ټلوېزوني چينلونو د هغې خبري په ژوندۍ بڼه خپرولې.

د اب تک ، څلرویشت نیوز او کېپټل ټي وي اوس د کيبل له ليست څخه ليري کړل سوي دي.

د بې پولي خبريالانو سازمان وايي، چي د پاکستان دا ډول ګامونه د بيان ازادۍ پر وړاندي يو ټينګ ګوزار دی.

ياد سازمان وايي، چي پاکستان پر مېډيا پر وړاندي امرانه چلند او ددوی په غوښتنه به هغه څه خپرېږي چي د رياست خوښه وي.

پاکستان په نړۍ کي يو له هغه هيوادونو دی چي د بيان ازادي پکي محدوده ده او ځيني وخت پوځي ادارې د حقائقو په خپرولو سره ځيني چينلونه بند کړي او آن ځيني خبريالان ئې وژلي هم دي.