کور / #PTM / خان شھید، په سهيلي پښتونخوا کې د تنظیم بنسټګر

خان شھید، په سهيلي پښتونخوا کې د تنظیم بنسټګر

ليکوال: ولي محمد علیزی

خان شهید عبدالصمدخان اڅکزی په خپل ژوند لیک ” زما ژوند او ژوندون” کې لیکي چې کله غازي امان الله خان د چمن د لارې په اورګاډي کې د اروپا سرکاري دوره کوله نو د شاوخوا سیمو ډېر پښتانه د خپل پاچا ښه راغلاست ته راغلي وو.
په دې ورځ باران سوی و او ځمکه چکړ وه. د انګرېز افسرانو چې به بوټونه په خټو سول نو به هندي عسکرو ورپاکول.

غازي امان الله خان چې د چمن سټیشن ته راورسېد نو نوموړی د اورګاډي د ور څخه راښکاره سو او غوښت یې چې خلګو ته څه وینا وکړي، خو پښتنو شر شور یې کوه او بیخې بدنظمي یې جوړه کړې وه. پاچا پر خلګو ږغ وکړ چې زه څه ویل غواړم خو د خلګو شر شور زیات و او پاچا یې څه ویلو ته پرېښوی. پاچا هم مجبوره سو او د څه ویلو پرته بېرته دننه کښېناست او ور بند سو او اورګاډی روان سو.
خان شهید وایې چې ما د قام دغه ناوړه حالت ولید نو ډېر افسوس مې وکړ چې پښتون قام څومره بې تنظيمه او د سیاست څه لری دی. که دا پښتانه منظمه او سیاسي وای نو نن به یې د خپل پاچا غازي امان الله ښه په درناوي استقبال کړی وو او وینا بې اورېدلی وو.
دلته خان شهید ته دا فکر ورپيدا سو چې نوموړی به خپل قام په ساینسي او سياسي بنسټونو منظم کوي او د دې دپاره یې هلې ځلې پیل کوي. خان شهید په لومړیتوب کې د ال انډيا بلوچستان کانفرانس د لارې د پښتانه قام د تنظیم کولو هلې ځلې وکړي او وروسته یې په 30 می کال 1938 کې د سهيلي پښتونخوا د پښتنو د لومړي منظمه تنظیم “انجمن وطن” بنسټ کښېښود او د هند د وېش وروسته یې په 24 اپریل کال 1954 کې د یو بل منظم تنظیم ” ورور پښتون” بنسټ کښېښود کوم چې وروسته په کال 1958 کې د نورو مظلومو او محکومو قامونو په تحریک “نیپ” ضم شو. د “نيپ” د خپل مرام څخه د سرغړونې په پایله کې یې په 19م جولايي کال 1970 کې د پښتونخوا نېشل عوامي پارټۍ بنیاد کښېښود.


چونکه خان شهید به استعماري حکومتونو هر وخت به زندان کې زنداني کوی او د نوموړي تر شا یې داسي سیاسي او تنظیمي کس نه و چې د نوموړي د زنداني کېدو وروسته یې تنظیم برقراره ساتلی وای. نو چې کله به خان شهید د زندان څخه راووت نو تنظمي چارې به یې د سر پیل کړې. د ژوند وروستي څلور کالونه یې د ژوند هغه اوږده دوره وه چې پرله پسې څلور کاله یې د زندان څخه دباندې تېر کړل. په دغه دوره کې یې د تنظیم چارې په منظمه توګه تر خپل شهادت پورې په مخ بوتلې او ګوند یې منظمه کړ.
د خان شهید د شهادت وروسته مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ کې محترم رحیم صاحب، ارواښاد رزاق لالا، ارواښاد شیر علي باچا او نورو ملګرو شپه او ورځ یوه کړه او د خان شهید جوړ کړی تنظیم یې نه یوازې د سهيلي پښتونخوا تر ټولو منظم تنظیم جوړ کړ بلکې د ټول افغان وطن منظم ترينه تنظیم ساز کړ.
لکه څنګه چې خان شهید د امو څخه نیولې بیا تر اباسينه په افغان وطن کې د قامي سیاست سرخېل و، دغه رنګه د یو منظمه سياسي تنظیم بنسټګر هم و. د خان شهید شخصیت دومره هراړخيزه دی چې په افغان تاریخ کې يې ثاني ډېر لږ مونده کیږي.