کور / راپور / د بادغيس مرکز کلانو کي تردا مهاله د ډله ایزو بريدګرو څخه دوه تنه وژل سوي دي

د بادغيس مرکز کلانو کي تردا مهاله د ډله ایزو بريدګرو څخه دوه تنه وژل سوي دي

د بادغيس مرکز کلانو کي د يو هوټل ودانۍ ته وسلوال مخالفين ختلي او له هغه ځايه پر افغان امنيتي ځواکونو ډزي کوي.

د بادغيس ولايتي چارواکي وايي، چي د “پسته” نومي چوک ته څېرمه يو هوټل ته شپږ وسلوال ختلي او له هغه ځايه ډزي کوي.

د چارواکو په خبره، بريدګر د افغان ځواکونو په محاصره کي دي او تر دا مهاله دوه بريدګر وژل سوي دي.

د بادغيس والي وايي، چي د بريدګرو هدف د والي دفتر وو، خو نوموړي ته پکي هيڅ زيان نه دی رسېدلی.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي افغان امنيتي مسؤولين د بريد په هکله له وړاندي لا خبر وه، نو په همدې اساس ټول وسلوال بريدګر د افغان ځواکونو په محاصره کي دي.

د کلانو په ښار کې د یو دولتي روغتون مشر ډاکټر عبدالطیف روستايي وايي، چې تر اوسه د برید له ځایه دغه روغتون ته دوه جسدونه او اته ټپیان وروړل سوي دي.