کور / راپور / ناپېژاندو وسلوالو پکتیا کې خبریال نادر شاه صاحبزاده وژلی

ناپېژاندو وسلوالو پکتیا کې خبریال نادر شاه صاحبزاده وژلی

بیګاه شپه ګردېز کي د (ګردېز غږ) په نوم د محلي راډیو یو خبریال وژل سوی.

د ګردېز غږ راډیو د نشراتو مسول امین الله امیري وایي د نادرشاه صاحبزاده په نوم خبریال یې تېره ورځ ورک سوی وو او بیګاه شپه د مرکز ګردېز اړوند پیر باغ سیمه کي د چاقوګانو وژل سوی او اوروسته څاه ته غورځول سوی.

د امیري په خبره نادرشاه صاحبزاده په راډیو کي د ادبي خپرونو چلونکی وه او په خبره یې کومه شخصي دښمني یې هم نه لرله.

د پکتیا امنیه قومنداني ویاند سردار ولي تبسم وایي د پیښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې.