کور / راپور / میدان وردګ کې۲۰ وسله وال وژل شوي

میدان وردګ کې۲۰ وسله وال وژل شوي

چارواکي وایي، د میدان وردګ ولایت په چغتو ولسوالۍ کې یې د ځانګړو عملیاتو، هوایي بمبارۍ، محاربوي عملیاتو او شپنیو چاپو پر مهال ۲۰ وسله وال وژلي دي

دملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  په یادو عملیاتو کې  ۵ طالبان نیول شوي هم دی.

خبر پاڼه زیاتوي د عملیاتو په ترڅ کې په وسله والو طالبانو پورې اړوند د وسلو او مهال یو ډېپو هم له منځه وړل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.