کور / راپور / حنیف اتمر : ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه د ژورو څېړنو او پلټنو غوښتنه کړې

حنیف اتمر : ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه د ژورو څېړنو او پلټنو غوښتنه کړې

د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم په ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه د ژورو څېړنو او پلټنو غوښتنه کړې ده.

دغه ټیم ویلي د ښځو په اړه هر ډول غیر اخلاقي او غیر قانوني عمل اسلامي او افغاني ارزښتونو ته سپکاوی دی او د حکومت مشرتابه ته بویه چې په دې اړه باوري څېړنې وکړي او په ارګ کې د اخلاقي فساد مخینوی وکړي.

دغه ټیم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه ځینې کورنیو او بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړي، چې ټولنه کې یې یو ډول اندېښنې راپارولې دي.

د دوی په وینا خو د خواشنۍ ځای دا دی، چې د وخت په تېرېدو سره لا هم حکومت نه دی توانېدلی، چې دغه موضوع ته رسېدونه وکړي او د خلکو اندېښنو ته ځواب و وايي.