کور / راپور / دوستم د طالبانو د ځپلو په موخه جوزجان ته تللی

دوستم د طالبانو د ځپلو په موخه جوزجان ته تللی

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه له هغه وروسته د جګړې کرښې ته د ورتګ پرېکړه کړې چې د وسله والو طالبانو له لوري د قوش تیپې ولسوالۍ ونیول شوه او د جوزجان ولایت امنیت له ترینګلتیا سره مخ شو.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم دا ځل په جوزجان ولایت کې د ولسمشر او ملي امنیت شورا له اجازې پرته د جګړې کرښې ته ورغلی دی.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج وايي، د ولسمشر لومړی مرستیال او د ملي جنبش ګوند مشر د جوزجان ولایت د امنیت د کابو کولو په موخه  د اقچې، خانقا او فیض اباد ولسوالیو په عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یاد ولایت ته تللی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم له اوږدې مودې راهیسې په حکومتي ناستو کې ګډون نه کوي، د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره جوزجان ولایت ته تللی دی.

دا په داسي حال کې دی چې تر دې مخکې هم د ملي يووالي حکومت په لومړیو کې ښاغلي دوستم  جوزجان او فاریاب ولایتونو ته د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه تللی وو .