کور / راپور / راتلونکو څو اونیو کې به د افغان سولې په تړاو دوهمه بین الاافغاني ناسته هم جوړه شي

راتلونکو څو اونیو کې به د افغان سولې په تړاو دوهمه بین الاافغاني ناسته هم جوړه شي

 د ملي امنیت شورا وايي، راتلونکو څو اونیو کې به د افغان سولې په تړاو دوهمه بین الاافغاني ناسته هم جوړه شي.

که څه هم د یادې غونډې ځای او کره نېټه تر اوسه دقیقه نه ده معلومه، خو امنیت شورا زیاتوي، چې د یادې غونډې د همغږۍ او تنظیم د برخې ځینې مسایل وخت ته اړتیا لري.

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې  د یادې شورا سلاکار حمدالله محب کابل کې د جرمني له سفیر پیتر پراګل سره وکتل.

ښاغلي محب د جرمني له سفیر سره خبرو کې ټینګار کړی، چې د سولې په تړاو د افغانانو تر منځ ناستې او غونډې چې هر چېرته او هر کله وي، ګټورې تمامېدی شي.

نوموړي د قطر وروستۍ بین الاافغاني ناسته که څه هم ملاحظات درلودل خو په ټول کې یې دا یو ښه پیل وباله او په دې برخه کې یې د جرمني او برغاف موسسې له هڅو او همکاریو مننه وکړه.

په ورته وخت کې جرمني سفیر د افغان حکومت د سولې هڅې ستایلې او په دې برخه کې یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.