کور / راپور / په جغتو کې شپنیو عملیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

په جغتو کې شپنیو عملیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

په میدان وردګو ولایت کې یو ځل بیا د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په درېو کلیو کې شپني عملیات شوي دي. ځايي خلک وایي چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته تلفات اوښتي دي،

خو ولایت مقام بیا وايي چې په دې پېښه کې وژل شوي کسان طالبان دي. د جغتو ولسوالۍ قومي مشر ضیاالدین کمال سپوږمۍ راډيو ته وویل، چې په پېښه کې ۱۴ ملکیان او څلور طالبان وژل شوي،

خو د ولایتي شورا مشر اختر محمد طاهري بیا وايي چې په پېښه کې ۱۴ طالبان او څلور ملکیان وژل شوي دي. د ده په خبره ملکیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

بل پلو د میدان وردګو ولایت د والي ویاند محب الله شریف زوی بیا سپوږمۍ راډيو ته وویل، چې په پېښه کې د طالبانو د سرې قطعې ۲۰ کسه وسله وال وژل شوي دي.