کور / اقتصادي / ولسمشر غني د اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده

ولسمشر غني د اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده

 ولسمشر غني د کابل په دارالامان سیمه کې د ټولو دولتي ادارو لپاره د یوه اداري کمپلکس د جوړېدو ډبره کېښوده

ولسمشر د کابینې له یو شمېر وزیرانو، د ولسي او مشرانو جرګو د مشرانو او یو شمېر نورو لوړو پوړو چارواکو سره د کابل دارالاامان ته ولاړ او هلته یې د دغه کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې ولسمشر غني په پیل کې د چهاردهي له خلکو مننه وکړه، چې سل کاله وړاندې یې د دغه کمپلکس ځمکه چې د دوی ملکیت و د وخت شاه غازي امان الله خان ته د اداري کمپلکس د جوړولو لپاره وبښله.

ولسمشر غني د دې اداري کمپلکس په بشپړېدو سره به ټولې دولتي ادارې یو مشخص ځای ته انتقال او په کابل ښار کې شته ګڼه ګوڼه او بې نظمي او نورې ستونزې به حل شي.

خو ټینګار یې وکړ، چې یوازۍ عصري ودانۍ ستونزه نشي حل کولای، بلکې په وینا یې باید د حکومتولۍ په برخه کې هم اساسي ګامونه پورته شي.