کور / راپور / د داعش یو غړی نیول شوی

د داعش یو غړی نیول شوی

کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د داعش ترهګرۍ ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس د داعش  ډلې لپاره د اسانتیاوو برابروونکی دی.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، نیول شوی کس جمعه خان نومېږي او نن سهار د کابل ښار د سپاړسمې ناحیې له اړوند سیمې د ملي پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

وزارت ټینګار کړی، چې دغه کس د داعش ډلې لپاره لوژېستیکي اسانتیاوې برابرولې.