کور / راپور / د حکومت د اقتصادي پالیسو ضد کاري اعتصاب

د حکومت د اقتصادي پالیسو ضد کاري اعتصاب

د پاکستان د څلور واړه ایالتونو سوداګرو د عمران د پاکستاني حکومت پر اقتصادي پالیسو نیوکې کړې او له همدې امله یې کاربندیز اعلان کړی دی.

سوداګر وایي، د پاکستاني حکومتي اقتصادي پالیسې غلتې دي او دوی ته یې په میلیونو ډالره زیان اړولی دی.

د څلور واړه ایالتونو سوداګرو سر له نن یکشنبې د چنګاښ ۲۳ مې کاربندیز اعلان کړی او د لویو ښارونو ټول لوی بازارونه یې تړلي دي.

پاکستاني پانګه وال وايي، د حکومت له خوا د نوي مالي کال بودیجه کې پر ولس درنې مالیې وضع شوي او هر ډول کاروبار لپاره یې د اسنادو جوړول شرط ګرځولي چې دا دوی ته د منلو نه دي.

د پاکستان د سندھ ایالت په لوی کراچۍ ښار کې نېږدې ۴ سوه بازارونه تړل شوي او او د حکومت د نویو پالیسیو پر ضد هټۍ والو او سوداګرو ګډ اعتراض کړی دی.

د دغه ښار سوداګر دا هم وایي، پاکستاني پولیسو نن سهار په زور د یو شمیر بازارونو د خلاصولو هڅه کړې ده او په رسنیو یې هم د کاري اعتصاب په تړاو ناسم راپورونه ورکړي دي.