کور / راپور / کندهار کي ماين چاودني ۱۳ ملکيان شهيدان کړي او ۳۳ نور ژوبل دي

کندهار کي ماين چاودني ۱۳ ملکيان شهيدان کړي او ۳۳ نور ژوبل دي

د کندهار په خاکرېز ولسوالي کي د ملکي وګړو پر يو مازدا موټر د سړک غاړي ماين چاودنه سوې چي پکي لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

پېښه نن غرمه دوې بجې د خاکرېز ولسوالي په درازاب سيمه کي رامنځ ته سوې ده.

د کندهار امنيه قومندان تادين خان وايي، چي په پېښه کي د شهيدانو تعداد ۱۳ ته پورته سوی او ۳۳ تنه نور ژوبل دي.

د کندهار والي حيات الله حيات وایې چي چاودنه د يادې ولسوالۍ اړوند (درزاب) سيمه کې سوې ده.
په لمړنیو معلوماتو کي یاده مرګ ژوبله ۲۷ تنه وه.
د والي په خبره د پېښې قربانيانو کې کوچنيان او ميرمنې هم سته.
حيات الله حيات وويل چې ياد موټر له کندهار ښار څخه خاکريز ته روان وو چې په عمومي لاره کي د طالبانو له لورې ښخ سوی ماين پرې وچاودیدی.
ټپيان د امنيتي ځواکونو له لورې د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته وړل سوي او چارواکي وايي چې له لومړنۍ درملنې وروسته به کندهار ښار ته انتقال کړل سي.

طالبانو په دې تړاو تراوسه څه نه دي ويلي.