جنوبي وزيرستان کي خلګ د پوځ پرضد راغونډ سوي او د نا امنۍ د ختملو غوښتنه کوي

Aziz Rahman Hazim | جولای 15th, 2019


د جنوبي وزيرستان په شکۍ  تحصيل کي ځايي خلګ راغونډ سوي او دلته د ناامنيو پرضد ئې ستر جلوس کړی دی.

د شکۍ تحصيل اوسېدونکي وايي،دلته ځوانان يو بل ته په مورچو کي ناست دي او له درنو وسلو څخه کار اخلي.

ځايي خلګ وايي، چي دا حالات په لوی لاس پوځ جوړ کړي دي او د استخباراتو د پلان له مخي دلته ناامني ته زور ورکول سوی دی.

د شکۍ تحصيل يو ملک او قومي مشر خان بهادر وايي، دا ښکاره خبره ده چي په دې هرڅه ناامني کي د پوځ ښکاره لاس دی، ځکه ددوی په وجود کي دلته سختدريځي جوړ سوي او د ملکي وګړو پر وړاندي ئې خنډونه جوړ کړي دي.

په شکۍ کي د نا امنيو له وجي ښوونځي، کاروبار او ورځنی ژوند په ټپه درېدلی دی.

د پاکستان پوځ د استخباراتي پلانونو له مخي په جنوبي او شمالي وزيرستان کي د سختدريځو طالبانو په رامنځ ته کولو سره په سيمه کي نا امني خپره کړې ده او په همدې سره ئې د پښتون نسل د تعليم او ترقي مخه نيولې ده.

پاکستاني پوځ په څو کلونو کي د قبائلي سيمو څخه په زرګونو کسان لادرکه کړي دي چي په هغوی کي ئې زيات شمېر وژلي او ډېر نور لا تراوسه لادرکه دي.

Copyright Larawbar 2007-2024