کور / هراړخیز / څیړنه وايي: زهرجن رئیس په پرتله مو همکاران ډیر کاري سټرس/فشار درکوي

څیړنه وايي: زهرجن رئیس په پرتله مو همکاران ډیر کاري سټرس/فشار درکوي

ليکنه:الهام الله بابر

د یوې څیړنې په ترڅ کې وايي، نظر یو زهرجن یا قهرجن رئیس/مدیر ته مو همکاران ډیر کاري سټرس درکولی شي.

موږ عموما خپل مدیران د کار اړوند فشار لپاره ګرموو، مګر داسې ښکاري چې زموږ همکاران حقیقي مسولین ددې مسلې واوسي. برعکس، ساینس وایي د همکارانو سره ښې اړیکې نه لرل مو کاري سټرس یا فشار اصلي لامل نسبت قهرجن رئیس ته بلل کیږی. ځکه ددوې ښه او نیکه رویه ستاسې ورځ لا ښکلې کوي او برعکس یې د سټرس سبب مو ګرځي.

دغه ۲۰ کلنه څیړنه  لاندې ذکر شوو پړاوونو کې ترسره شوی.

– دغه څیړنه په ټیل اوي پوهنتون کې په ۸۲۰ مسلکي کسانو باندې د ۲۵ تر ۶۵ کلنو عمر لرونکو باندې تر شوی. نوموړې کسان د مختلفو برخو متخصصین وه او ۱۹۸۸ کال کې د صحي معاینې په توګه پیل شوه.

-: ټولو ګډونوالو څخه د هغوی اړیکو په اړه مختلفې پوښتنې وشوی لکه: خپلو همکارانو، مدیرانو – سره اړیکې او کاري کلتور، څنګه دی ؟ او دلایل یې څه دي؟…همدارنګه ددوې روغتیایي او ټولنیز حالت د څیړنې په جریان کې نږدې څخه دغې مودی کې وڅارل شو.

 

پایله:  

څیړنې وښودله چې ډیر کاري ساعتونه یا ناکاره  رئیس د سټرس یا فشار اصلي عامل نه وه نسبت غیر فعاله همکار یا هغه څوک چې تاسې سره راز و نیاز یا مشترک فکري اړخونه ونه لري بلل شوی. ددې څیړنې په لړ کې هغه راپورونه چې لاسته راغلې ښودلې ده، دغه حالت د ډیرو کارکوونکو د تدریجي مړینې سبب ګرځیدلې چې ۵۳ سلنه یې ښځې وی چې د ښکته کچې ټولنیزملاتړ همکاران وه.

همدرانګه مونږ ټول محافظتي فکتور ته اړتیا لرو!

دغه څیړنه د رواني روغتیا ژونال کې خپور شوی. داسې ښایي چې ۲.۴ سلنه منځني کچې کارکوونکي د ښه همکار ملاتړ په نه درلودلو سره تدریجي مړینې خطر سره لاس او ګریوان وه. برعکس، که چیرې مونږه ښه ټولنیز ملاتړ څخه برخمند واوسو دغه خطر کچه کمښت موندلی شي. لکه څنګه چې الحمد الله زمونږ ګران هیواد کې تر ډیره بریده دغه فرهنګ شتون لري او ټولنیز روابط نسبت نورو ټولنو ته غښتلې او ډیر دي. دغه راز ددې څیړنې په پای کې، ۲۳ سلنه خوښي د کارکونکې د هغوې همکارانو پورې اړه لري نسبت مستقیم لاین مدیر ته؛ ځکه د همکار سره یې ټوکې ټکالې، ټولنیز راتګ، چکر او ځني وخت ازاد علمي بحث کولی شي چې دغه کړنې ذهن ته ارامتیا ورکړي.